لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي حکومت په موصل کې د داعش پرضد ګټه اعلان کړې


د عراق وزیراعظم حیدر العبادي په رسمي توګه اعلان کړی د موصل ښار يې د خود سره اسلامي ریاست یا داعش نه ازاد کړی.

د موصل زوړ ښار نه د عراق په قامي ټي وي د وینا په وخت ښاغلي عبادي ویلي دغه اعلان د ظلم او ترهګرۍ پرضد د ګټې اعلان دی. هغه زیاته کړی ٫٫ ځه د موصل نه ټول عراقي اولس ته د دغه ښار د ازادۍ اعلان کوم، د داعش د ترهګرو د ناکامي او د ماتیدلو اعلان.٬٬

په خپله وینا کې د عراق وزیراعظم ویلي په موصل کې د کامیابۍ وروستو به هم هیواد یو شمیر چیلنجونه لري. په دغو کې د داعش ګوند مرکزونه، د کومو نه چې په هیواد کې ترهګري خوریږي.

د موصل ښار ختیځه برخه د جنورۍ په میاشت کې عراقي عسکرو نیولې وه خو د دغه برخې بیا وداني د لیدو ده.
د موصل ښار ختیځه برخه د جنورۍ په میاشت کې عراقي عسکرو نیولې وه خو د دغه برخې بیا وداني د لیدو ده.

د امریکا پوځ د ښاغلي حیدر العبادي د دغه اعلان هرکلی کړی او عراقي عسکرو ته يې مبارکي ویلې. د امریکا د پوځ لخوا په یو بیان کې ویل شوي ٫٫ د موصل په زوړ ښار کې داسې برخې شته چې لا هم پکې د داعش جنګیالي پټ دي او چاودیدونکي مواد پکې پراته دي. خو موصل ښار اوس په مکمله توګه د عراق امنیتي عسکرو په قبضه کې دی.٬٬

د عراق د وزیراعظم د اعلان وړاندې په دغه ښار کې د درنې جګړې رپورټونه راغلي وو.

په موصل کې د ایتلافي عسکرو امریکايي جنرال لیفټننټ جنرال سټیفن ټاون سینډ ویلي ٫٫ یواځې د موصل ګټه د داعش د منځه تلل نه دي او لا هم یوه سخته جګړه پاتې ده. خو د داعش ګوند دغه سرښار او د خلافت مرکز ختمیدل یو لوې تاوان دی.٬٬

د عراقي عسکرو لخوا د موصل ښار نیول په عراق کې د داعش د خلافت ختمیدل دي. دغه ډله اوس هم د موصل بهر ځنې برخې او په ګاونډي شام کې یو شمیر سیمې په کنټرول کې لري.

تر د مرګه جګړه

د عراقي عسکرو په وینا د داعش پرضد روانه جګړه کې د موصل جنګ تر ټولو خونړی وو او د داعش وسله وال په کورونو کې سره د خودکش واسکټو یا جیکټونو پټ ناست وو.

که څه هم د موصل زیاته برخه اوس د عراقي عسکرو په قبضه کې ده خو عراقي عسکرو اندازې لګولې په موصل کې اوس هم د ۱۰۰ نه تر ۱۵۰ پورې د داعش جنګیالي پاتې دي. عراقي عسکر وايي دوي هڅه کوي چې پاتې وسله وال ژوندي اونیسي. د عراقي پوځ په وینا د داعش پاتې شوي جنګیالي زیات تره خارجي ترهګر دي او د دوي لپاره دغه جګړه تر مرګه جګړه ده.

د عراقي پوځ یو عسکر باراک رزاق ویلي کله چې مونږ د داعش وسله والو ته نژدې شو نو دوي په مونږ چغې کړې چې د دې مسلمانې خاورې اووځۍ. مونږ بیا ولیدل چې دوي ځان وژونکې جیکټې واچولی او مونږ پرې بریدونه شورو کړل.

په یو نژدې کور کې بیا د داعش ځنې جنګیالي چې لاس يې شا ته تړل شوي وو په یره کې ناست وو. عراقي عسکر وايي چې دغه درې واړه د داعش جنګیالي وو خو دغه مهال يې د کډوالو ډرامه کوله. ځکه دوي وړاندې عراقي عسکرو په جګړه لیدلي وو خو اوس یې د خپل مرګ لیدو وروستو وسله پریښودې وه او کوشش يې کوو چې دوي به پریښودل شي.

موصل به بیا هغه شان خوندي ښار وي؟

د موصل دې تازه جګړه کې په زرګونو عام خلک وژل شوي او ۹۰۰۰۰۰ خلک په خپلو کورنو پریښودو مجبوره شوي. د موصل ښار ګنړې برخې او نژدې کلي اوس د حکومتي کنټرول نه وتلي او ځايي خلک اندیښنې لري دغه برخې اوس پرامنه نه دي پاتې.

موصل ښار د تیرو دریو کلونو راهسې د داعش ګوند په قبضه کې وو او دغلته شوې جګړې د ښار زړه برخه په مکمله توګه تباه کړی.
موصل ښار د تیرو دریو کلونو راهسې د داعش ګوند په قبضه کې وو او دغلته شوې جګړې د ښار زړه برخه په مکمله توګه تباه کړی.

موصل ښار د تیرو دریو کلونو راهسې د داعش ګوند په قبضه کې وو او دغلته شوې جګړې د ښار زړه برخه په مکمله توګه تباه کړی.

د موصل ښار ختیځه برخه د جنورۍ په میاشت کې عراقي عسکرو نیولې وه خو د دغه برخې بیا وداني د لیدو ده. په دغه برخه کې دکانونه او مارکیټونه بیرته خلاص شوي، ګڼ پکې نوي جوړ شوي. او د ښار په دغه برخو کې حکومت برق یا بجلي او اوبه بیرته بحال کړی.

په واشنګټن کې د نیېر ایسټ انسټي تیوټ یو څیړنکار او پخواني سفیر جیمز جیفري وي او ای ته ویلي د موصل د نیولو وروستو د ښار بیا جوړول او دغلته امدادي کارونه کول د حکومت لومړی کار پکار دی. ښاغلی جیفري وايي: ٫٫ دویم کار بیا سیاسي دی. چې تاسو څنګه د داعش د بیا راتګ مخه نیسۍ، دغلته سني عربان پرځاې کول دي د چا شمیره چې سوا ده. بل بیا کردان دي چا چې په دغه جګړه کې مثبت رول لرلی. دا ټولې لوې ستونزې دي چې د کال ۲۰۰۳م راهسې دغلته شتون لري.٬٬

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG