لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عراق کې د حکومت پرضد احتجاجونو زور نیولی


عابد حسین

په عراق کې د حکومت پرضد لاریون کونکو د اتوار/یکشنبې په ورځ د عراق په پایه تخت بغداد کې سړکونه او حکومتي دفترونه تړلي.

لاریون کونکي چې د سیاسي بدلون غوښتنه کوي د دوي دغه گام د ېوې میاشتې نه زیاتې مودې نه د حکومت پرضد روان احتجاجونه لا نورهم زیات سخت کړي دي.

په تیرو څو ورځو کې په زرګونو لاریون کونکو د بغداد په تحریر چوک او په ټول سویلي عراق کې راټول شوي، او له امله یی بازارونه ، کارخانې ، سکولونه/ښوونځي او پوهنتونونه بند شوي دي.

لاریون کونکي۲۰۰۳م کال کې د امریکا د مشرۍ لاندې په عراق کې د یرغل وروسته چې پخوانۍ امر صدام حسین د واک نه لرې شو او یو نوې سیاسي نظام جوړ شو هغه کې د بدلون غوښتنه کوي. د عراق وزیر اعظم عادل عبدل محدي د تړلو ځایونو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې، او دا خبره یی منلې ده چې د تیلو تاسیساتو ته ګواښ او د سړکونو بندولو له وجې عراق ته په "ملیونونه" ډالر تاوان رسیدلې دی او په هیواد کې یې د څیزونو بیعې ختلي دي. نوموړي وویل چې" اوس وخت دی چې ژوند عادي حالت ته بېرته راشي".

په زرګونو محصلینو خپلې زدکړې پریښي او احتجاجونو کې یی برخه اخیستې ده، او د هیواد مشران یې په کرپشن یا اداري فساد، په زیاتې بې روزگارۍ او د عامه خدمتونو په ناقصو سهولتونو باندې تورن کړي دي. انجینرانو، ډاکټرانو او د وکیلانو سازمانونه د دغهاحتجاجونو ملاتړ کړی. لاریون کونکو د اتوار په ورځ د احتجاج مرکزې ځاېته تلونکي سړکونه د ټایرونو په سوځولو او په ازغن تارونو سره بند کړي وو. په یو سړک د لاریون کونکو یو یېنر باندې لېکل شوي وو "سړکونه د خلکو په امر بند شوي دي".

د اکتوبر د میاشتې د پیل راهیسې ، امنیتي ځواکونو د لاریون کونکو پرضدد پوځي کچې اوښکې بهیونکی ګېس، د ربړګولۍ او ژوندي مهمات ویشتلي چې لږترلږه ۲۵۶ کسان پکې وژل شوي دي. د لنډې مودې د وقفې وروسته ، لاریونونه د اکتوبر په ۲۵مه یوځل بیا له سره پیل شو.

زیاتې نښتې په دوو پلونو چې سخت امنیت لرونکي سېمې ګرین زون ته ځي باندې شوي دي. گرین زون کې دننهد حکومت ډیر دفترونه او یو شمیر بهرني سفارتونه دي.
حکومت د یو لړ اصلاحات کولو چې پکې نوي نوکرۍ او د عامه خدمتونو پلانونه شامل دي، او د رایي ورکولو نوي قانون تصویب کیدو سره سم د نوي ټاکنې کولو وړاندیز کړی دی. خو احتجاج کونکو د حکومت پرضد احتجاج جاری ساتلې دی.
په جنوبي ښار ناصریه کې د حکومت یو کارمند محمد ال اسدي د فرانسه خبري شبکې اې ایف پي ته وویل " موږ د سول نافرمانیو د دې کمپاین په اړه فېصله وکړه ځکه چې موږ دا د حکومت د دروغو او د تش په نامه اصلاحاتو ژمنې نه تر خولې راغلي یو".

لاریونونه د کوم رهبر نه بغیر ، پرته له تنظیمي جوړښت ، او متحد ندي. خو دوي د هېواد هر یوې طبقې نه،بغیر د فرقه ایز او نسلي بنیادد خلکو پراخه کچه را اړولې ده.

د عراق پارلمان د ولسمشر ، وزیر اعظم او د کابینې وزیرانو په گډون د لوۍ سیاستمدارنو لپاره د امتیازاتو او د جائزو ختمولو قانون منظور کړې خو د لاریون کونکو په ارامه کولو کې یی کار نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG