لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې د مظاهرو وروسته چارواکو د امنیتي ځواکونو د احتساب ژمنه کړې


په عراق کې د یوې اونۍ راهسې روانو مظاهرو او په دغه مظاهرو کې د ۱۰۰ نه سېوا عامو خلکو د وژنې وروسته ژمنه کړې چې د امنیتي ځواکونو احتساب به کیږي.

عراقي چارواکود ګل په ورځ ویلي چې د هغه امنیتي ځواکونو احتساب به کوي چاچې د حکومت مخالف احتجاج کوونکو پرضد غلط ګامونه پورته کړي.

عراقي پوځ هم د حالاتو قلارولو لپاره شمال ختیځ بغداد کې د صدر سټي د سیمو نه خپل ځواکونه ویستلي دي.

تېره شپه د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ انښتو کې لږترلږه ۱۳ عام کسان وژلی شوی وو. یو هفته وړاندې شروع شوو احتجاجونو کې د ۱۰۰ نه زیات عام خلک وژلی شوي.

په احتجاجونو کې مرګ ژوبله:

د عراق داخله وزارت ویاند د اتوار په ورځ ویلي تراوسه پورې په دغه احتجاجونو کې د شپږ زره نه زیات کسان ژوبل شوي چې پکې د ۱۲۰۰ نه زیات امنیتي ځواکونه هم شامل دي. بغداد او د عراق یو شمېر سویلي ښارونو کې مظاهره چیان د روزګارونو، په ښارونو کې د د اسانتیاو او د کرپشن ختمولو لپاره احتجاجونه کوي.

په عراق کې د بې روزگارۍ، بډو رشوتونو او د بنیادي اسانتیاو د نشت والي په سر د حکومت خلاف مظاهرو کې د ١٣ نورو کسانو د وژل کېدو سره په احتجاجونو کې د وژل شویو کسانو شمېره د ١٠٠ نه زیاته شوي ده.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د عراقي حکومت په ضد په تازه مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو او احتجاج کوونکو په نښتو کې ١٣ کسان ووژل شو. مظاهرې شا او خوا یوه هفته وړاندې پېل شوي او تراوسه پکې د ١٠٠ نه زیات کسان وژل شوي دي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل چې په مظاهرو کې ٦١٠٧ کسان زخمیان شوې هم دي چې پکې ١٢٠٠ امنیتي عسکر هم شامل دي.

د گل، دوشنبې، په ورځ عراقي مامورینو وویل چې د امنیتي ځواکونو د هغو غړو احتساب به کولی ‍شي څوک چې د احتجاج کونکو سره غلطه رویه کوي.

د عراق سرښار بغداد د الصدر سټي یا الصدر ښار گوټي نه پوځي ځواکونه هم ویستل شوي دي او داسې گڼل کېږي چې حکومت دغه گام د تاوتریخوالي د کمولو دپاره اخیستی دی.

عراق کې احتجاجونه ولې پېل شو؟

د مظاهرو لړۍ په بغداد او گڼ شمیر نورو ښارونو کې د بې روزگارۍ او د بنیادي اسانتیاو د نشت والي خلاف شروع شوي وه خو اوس احتجاج کونکي د بډو رشوتونو په ضد هم غږ پورته کوي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د عراق کابېني د اصلاحاتو اعلان وکړو چې دا ډول احتجاجونه ختم شي. احتجاجونه د عراقي حکومت دپاره حیرانونکی پرمختگ گڼل کیږي.

د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي د خالي، شنبې، په ورځ قام ته د ټېلې وژن دلارې وویل هغه د احتجاج کوونکو غوښتنې اورېدل دپاره د هغوی سره لیدو ته تیار دی. هغه په مظاهره چیانو غږ وکړو چې احتجاجونه دې ختم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG