لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق نه دامريکائي پوځ د وتلو عمل مکمل شوی


عراق نه دامريکائي پوځ د وتلو عمل مکمل شوی
عراق نه دامريکائي پوځ د وتلو عمل مکمل شوی

عراق نه د امريکائي پوځيانو وروستۍ قافله هم داتوار په ورځ کويت ته رسيدلې ده.
په دغه قافله کې شاملو گاډو کې په سلگونو پوځيان موجود وؤ چې دهغوي دوتلو وروستو عراق کې خواؤشا 200 پوځيان پاتې شوي او دغه پوځيان پايتخت بغداد کې امريکائي سفارت خانه کې موجود دي.
عراق څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو سره سم دتقريباً نهه کلنې جگړې خاتمه باوري شوې، په دغه جنگ کې 4,500 امريکائي پوځيان او په زرگونو عراقيان وژل شوي، ددې ترڅنگ په دغه جگړه د اربونو ډالرو مصرف هم شوى.
په دغه کې دغه جگړه کال 2003م کې دصدام حسين اقتدار څخه دلرې کولو دمهم سره سم پيل شوې وه.
کوم وخت کې جگړه پخپل عروج وه نو عراق کې قائمو دپينځوؤ څخه زياتو پوځي اډو کې د170,000 څخه زيات امريکائي عسکر گمارل شوي وؤ.
دامريکا صدر براک اوباما له دې وړاندې وئيلي وؤ چې دعراق مستقبل ددغه هيواد دخپل اولس په لاسونو کې دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG