لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې د امريکائي مشن د پايې دستورې


امريکائي صدر براک اوباما عراق کې خدمات ترسره کوونکو پوځيانو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې وې او وئيلي يې وؤ چې امريکا دځان نه شاته يو خودمختاره، باثابته او خودانحصار عراق پريږدي او روانه ده
امريکائي صدر براک اوباما عراق کې خدمات ترسره کوونکو پوځيانو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې وې او وئيلي يې وؤ چې امريکا دځان نه شاته يو خودمختاره، باثابته او خودانحصار عراق پريږدي او روانه ده

عراق کې دنهو کلنو راهسې روان امريکائي پوځي مشن دپايې دستورې دزيارت په ورځ ترسره کيږي چې پکې د امريکا ددفاع وزير ليون پنيټا هم گډون کوي.
په دغه جنگ کې 4500 امريکائي پوځيان وژل شوي.
په بغداد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال دامريکا ددفاع وزير ليون پنيټا وويل دخودمختاره عراق خوب اوس يو حقيقت دى.
ښاغلي پنيټا دغه دستوره دامريکائي او عراقي اولسونو لپاره يوه تاريخي موقعه وگرځوله.
بغداد کې دغه دستوره په 31 دسمبر دختميدونکي هاغه معياد څخه څو اوونۍ وړاندې ترسره کيږي چې ترمخه به يې عراق کې موجوده پاتې امريکائي پوځيان هم خپل وطن ته ستنيږي.
يوه ورځ وړاندې امريکائي صدر براک اوباما عراق کې خدمات ترسره کوونکو پوځيانو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې وې او وئيلي يې وؤ چې امريکا دځان نه شاته يو خودمختاره، باثابته او خودانحصار عراق پريږدي او روانه ده.
شمالي کيرولائنا کې دفورټ براگ پوځي مرکز کې دوينا په مهال امريکائي صدر دا يوه غيرمعمولي کاميابي گرځولې وه او وئيلي يې وؤ چې دعراق مستقبل ددغه هيواد داولس په لاسونو کې دى.
په مارچ 2003ء کې پيل شوي دغه جنگ کې په زرگونو عراقي اولسي وگړي هم وژل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG