لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یورپ جهادیان زاړه پاله پرهیزگاران او که بې ځایه، ناامیده ځوانان ؟


ریک کول سیاټ په برسلز کې د ایگمنټ په نوم د څیړنې ادارې تجزیه کار دی د یورپ د موجوده وخت جهادیانو په اړه وايي د خپلو پیش روانو په مقابله کې دا کول څه ډیر مذهبي رنگ نه لري. هغه وايي د ١٩٨٠ او ١٩٩٠ په لسیزو کې عراق، افغانستان او پاکستان ته د تلونکو وسله والو په مقابله کې د یورپ د موجوده دور د وسله والو عمرونه ډیر کم دي او د سماجي رابطو په ویب پاڼو باندې دوي د پیغامونو نه څرگندیږي چې د پریشایانو سره مخ دي، باغيانه او د خود پسندۍ سوچونه لري. هغه وايي دا"پاپ جهادیان" دي
ریک کول سیاټ په برسلز کې د ایگمنټ په نوم د څیړنې ادارې تجزیه کار دی د یورپ د موجوده وخت جهادیانو په اړه وايي د خپلو پیش روانو په مقابله کې دا کول څه ډیر مذهبي رنگ نه لري. هغه وايي د ١٩٨٠ او ١٩٩٠ په لسیزو کې عراق، افغانستان او پاکستان ته د تلونکو وسله والو په مقابله کې د یورپ د موجوده دور د وسله والو عمرونه ډیر کم دي او د سماجي رابطو په ویب پاڼو باندې دوي د پیغامونو نه څرگندیږي چې د پریشایانو سره مخ دي، باغيانه او د خود پسندۍ سوچونه لري. هغه وايي دا"پاپ جهادیان" دي

د فرانس سرښار پیرس کې د نومبر د میاشت په ١٣ مه نټیه د ترهگرۍ حملو او په بیلجیئم کې د ترهگرۍ اندیښنو د یورپ حکومتونه او د امنیتي چارو مبصرین د دې پوښتنې سره مخ کړي دي چې هغه کوم عوامل دي چې د یورپ مسلمانان داعش کې شاملیدو ته او په خپلو هیوادونو کې او په خپلو وطندارو باندې وحشیانه حملو ته هسوي؟

د اندیښني تر ټولو زیاته خبره دا گڼلی کیږی چې د یورپ د نوي کل جهادیان د وړانیدنو جهادیانو نه هم په لږه موده کې د تندورۍ لوري ته ځي که څه هم دوي د نظریاتو ته نه وي خبر او د تندورۍ لار لکه د ژوند د نورو دندو په رنگ ځان دپاره انتخابوي.

د پیرس په حملو کې ککړ یا د هغه نورو وسله والو په اړه چې دا وخت يي تعقب کولی شي، خپل خپلوان یا د پیژندگلو خلک يي وايي چې دا عام کسان وو، که څه هم دوي څه لږ نا فرمانه او د مشکلاتو سره مخ وو.

په پیرس کې د حمله کونکو په ډله کې شامل کسان ډیر دینداره نه وو او د تندورۍ په لوري د سفر په مهال به يي نشۍ شیان استعمالول او په وړو وړو جرمونو کې هم ککړ وو.

د پیرس په حملو کې یو مطلوب کس د صلاح عبدالسلام رور وايي صلاح په کله نه کله جومات ته تلو، لمونځونه يي اوس اوس شورو کړې وو، غربي جامه به اغوسته او په ظاهره يي د بنیاد پرستۍ څه نخښې نخښانې نه څرگندولې.

صلاح د بیلجیئم سرښار برسلز کې د مهاجرینو د اکثریتي علاې مولین بیک کې شرابخانه چلوله. د اکتوبر په میاشت کې شرابخانه د نشۍ شیانو د خرڅولو په شک کې مامورینو وتړله.

په فرانس کې جهادیان په وړو جرمونو کې قید خلک خپلو صفونو کې د شاملولو کوښښ کوي. د فرانس په شارلي ایبډو نومې مجله حمله کې ککړ کس احمدي کولي بالي هم په وړو جرمونو کې ککړ وو. هم دغه رنگ د جنورۍ په میاشت کې په پیرس کې د یهودیانو په یو مارکیټ حمله کونکی وسله وال هم په وړو جرمونو کې ککړ پاتې شوی وو.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا داعش ددې خبرې پرواه نه کوي چې گني یورپ کې اسلام قبلونکي په حقیقت کې هم زاړه پاله پرهیزگاره مسلمانان دي او که یوازې د خپلې غصې او خپل قهرژن ذهن د اظهار دپاره په جنگ لاس پورې کوي. بله خبره دا هم کیدی شي چې د خپل ځان پټولو دپاره دا خلک د خپلو مشرانو په وینا نوره جامه کې ځان پټوي.

"پاپ جهادیان"

ریک کول سیاټ په برسلز کې د ایگمنټ په نوم د څیړنې ادارې تجزیه کار دی د یورپ د موجوده وخت جهادیانو په اړه وايي د خپلو پیش روانو په مقابله کې دا کول څه ډیر مذهبي رنگ نه لري. هغه وايي د ١٩٨٠ او ١٩٩٠ په لسیزو کې عراق، افغانستان او پاکستان ته د تلونکو وسله والو په مقابله کې د یورپ د موجوده دور د وسله والو عمرونه ډیر کم دي او د سماجي رابطو په ویب پاڼو باندې دوي د پیغامونو نه څرگندیږي چې د پریشایانو سره مخ دي، باغيانه او د خود پسندۍ سوچونه لري. هغه وايي دا"پاپ جهادیان" دي.

ریک کول سیاټ وايي داعش دا پرواه نه کوي چې ایا په یورپ کې د ډ لې وسله وال په حقیقت هم د سلفي مسلک منونکې دي او که نا؟ خو د خپل مقصد دپاره په خصوصي توگه په براعظم کې د حملو دپاره ترې په ښه ډول کار اخلي.

یورپ کې موجود د ځوان کل مسلمان ځوانان ټولنه کې د نظرانداز کیدو، د ذهني انتشار او د پریشانۍ له قبله تندلاریتوب په لوري ځي او د تبدیلۍ رفتار يي تند وي.

د مثال په توگه تندورۍ په لور حسنه ایت بوالاحسن اباتیت سفر ډیر گړندی وو. شا او خوا شپږ میاشتې وړاندې به هغې غربي جامی اغوستې خو بیا دغه لباس لرې کړو، حجاب او نقاب اغوستل يي شورو کړل. د هغې کورنۍ او ملگري وايي سلفي اسلام ته د اوړیدلو وړاندې به اباتیت شراب سگریټ او نور نشۍ شیان څښل.

اباتیت د اعبدالحمید الباعود ترله ده. د ٢٦ کلنې میرمن په اړه ویل کیږي چې د پارټیو شوقینه وه او یو بې درکه روح وو. د هغې په اړه ویل کیږي چې پیرس کې په یو کور د پولیس په چاپه کې يي ځان په بم ووژلو.

بلال هدفي هم په پیرس د حمله کونکو په ډله کې شامل وو. پیرس کې په شارلي ایبډو مجلي ورسته يي نظریات بدل شول او په کالج کې به يي د سخت دریزه سوچ اظهار کولو. د هغه یو استاز د بیلجیئم ریډیو ون ته ویلي چې هدفي په شارلي ایبډو حمله ځکه جائز ټاکله چې گني مجلي د هغه د مذهب سپکاوی کړی دی.

بلال هدفي د فرورۍ په میاشت کې شام ته تلل وو او یورپ ته په پیرس حملې دپاره بیرته راغلو. هغه په پیرس کې د فټ بال سټیډیم سره نزدې ځان پورې تړلی بم خلاص کړو.

پیټر اوسټائن چې یورپ کې د عرب چارو څیړن کار دی وايي د یورپ اکثر مسلمانان په څو هفتو یا څو میاشتو کې تندورۍ په لوري لاړ شي. هغه د داعش بربریت او مقصد لټون بې لارې ځوانانو دپاره دغه ډله کې د شمولیت ځېنې عوامل دي.

په فرانس او بیلیجئم کې په انټرنیټ داعش د خوښونکو ډلې موجود دي او داسې ځوانان چې په خپله غربي ټولنه کې مظبوطې زیلې نه لري، جهاد ورته د فرار زړه راښکونکي لاره ښکاري.

(برسلز نه د وي او ای جی مي ډیټمر د انگریزۍ رپورټ خلاصه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG