په یو وډیو پېغام کې د داعش وسله والې ډلې د فلسطین په حماس گوند د حملو دړکه کړې ده. دغه وډیو د مصر په سینا سیمه کې دداعش څانگې خپور کړی دی.
داعش په حماس الزام لگوي چې د جهادیانو خلاف یې اقادامات پیل کړې دي او یروشلم د اسرائیل د پایتخت په توگه د تسلیمولو امریکايي اعلان ته یې سخت ردعمل نه دی ښودلی.
د " ابراهیم ټولنه" د عنوان د لاندې د ٢٢ منټو په دغه وډیو کې داعش وویل چې حماس کوښښ کوي چې د غربي نړۍ سره تعلقات بهتر کړي. داعش خپلو پلویانو ته وویل چې په غزه کې د حماس پرضد حملې پېل کړي.
په وډیو کې ویل کیږي چې حماس د القدس نوم د خپلو ساسي مقاصدو دپاره استعمالوي او د ډلې کوښښ اوس د یهودیانو خلاف د جنگ په ځای په غزه د خپل واک اختیار پرځای کول دی.
د حماس مشرانو د داعش د وډیو په ځواب کې ویلي چې دا د "یهودیانو تولید" دی.
د حماس ترجمان صلاح البرداوي د اسرائیل په استخباراتو د وډیو په جوړولو کې د ککړتیا الزام ولگولو چې دا رنگ "مزاحمت" ته نقصان ورسوي.
د حماس او د داعش دښمني څه نوي خبره نه ده. امریکې او اسرائیل دواړه ترهگر تنظیمونه ټاکلي دي.
داعش حماس یوه ملت پاله ډله گڼي چې په بنیادي توگه د داعش په نظر د اسلام په بنیادي اصولو عمل نه کوي. داعش دا الزام هم لگوي چې د فلسطین د فتح ډلې سره او غربي نړۍ ته ځان نژدې کولو دپاره حماس خپل دریځ نرم کړی دی.
د اسرائیل او د فلسطنیانو په کشاله کې د ایران او د لبنان د حزب الله ډلې په سر هم داعش اوحماس ختلافات لري.