لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په ننګرهار کې خلافت ریډیو شورو کړی.


House Of Commons Bugged
House Of Commons Bugged

په شام او عراق کې فعاله تندروه ډلې داعش د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د ایف ایم ریډیو خپرونې شورو کړي. د ننګرهار یو ځاېي خبریال عنات خان واېس اف امریکا ته وېلي دغه خپرونې د تیرې یوې میاشت راهسې خپرونې خپروي او د ولایت په سرښار جلال اباد کې هم په ښه توګه اوریدل کیږي.

د ننګرهار د ایالتي کونسل غړي ذبیح الله زمري تر مخه دغه دوه ساعته خپرونې هر ورځ د ماښام ۶و نه تر ماسخوتن ۸و پورې روانې وي او زیات تره پکې د حکومت پرضد اود داعش په حق کې تبلیغات خپریږي.ښاغلی زمری واېي: (دوي په خپل حق او د حکومت پرضد پراپیګنډه خپروي، او غواړي چې خلک د حکومت پرضد راپاڅوي. خو د تیرو لسو کالو جګړی خلک دومره هوښیاران کړي چې دوي په پراپیګنډه عمل نه کوي.

ځاېي خبریال عنات خان بیا ګڼي چې خلک دغه خپرونو یرولي دي. د عنات په وینا خلک داعش نه خوښوي خو یره هم لري. دغه خبریال پخپله هم د داعش خپرونې اوریدلي او واېي داعش په ځاېي خلکو غږ کړی چې تاسو د حکومت ملګري ېۍ که زمونږ؟ دوي په خپرونو کې دا دعوه هم کوي چې ډیر زر به د داعش تور بیرغ په کابل او بیا په اسلام اباد اودروي.

د ننګرهار ولایت د ګورنر ویاند عطاالله خوګیاڼي ځاېي ټي وي چینلو ته وېلي حکومت کوښښ کوي دغه خپرونې زر تر زره اودروي. هم د افغانستان د اطلاعاتو وزارت مطبوعاتي افسر یاسین سمیم امریکا غږ اشنا ریډیو ته په یوه مرکه کې وېلي وزارت د خلافت ریډیو د خپرونو نه خبر دی او دغه غیر قانونه ریډیو به ډیر زر اوتړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG