لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنگ په میدان د شکست سره سم د داعش پروپگېنډه هم کمه شوي ده


په داسې مهال چې په شام او عراق کې د داعش وسله وال د ماتي سره مخامخ دي د اطلاعاتو جنگ د گټلو د ډلې کوښښونه هم د زوال ښکار دي او څېړنکاران وايي د تېرو څو میاشتو راهسې دداعش په پروپیگنېډه کې کمی راغلی دی.

څېړنکاران وايي په داسې وخت چې د پروپېگېنډې دلارې داعش د خپلې گټې دعوې نشي کولی ډله په خارجي هیوادونو کې خلک حملو ته د راپارولو هلې ځلې کوي.

چارلي ونټر د سېنټر فار دې سټډي او رېډیکلزایشن یا د تندورۍ د مطالعې څیړنکار دی، وایي داسې ښکاري چې دا د رقا ښار دی. دوي ښايي چې گنې داعش اوس هم هغه رنگ باصلاحیته پوځ دی خو دا یوازې په وران ښار کې په یو ټرک کې ناست درې تنان دي. دا د هغه تصویر نه ډیره لرې خبره ده چې څه موده وړاندې دوي لرلو.

چارلي ونټر وايي "د اکتوبر د میاشت راهسې د داعش د پروپېگینډې نظام په مکمله توگه خاموشه شوی دی او دا ځکه چې د شام په رقه او میدان ښارونو او نورو ځایونو کې د ډلې د مطبوعاتو مرکزونه تباه کړی شوي دي."

د یو کال وړاندې په مقابله کې د داعش د ولکې د لاندې سېمو کې بېخي کمی شوی دی نو ځکه ورسره د وډیوگانو جوړولو دپاره مواد هم کم شوی دی.

دداعش خلاف ایتلافي ځواکونه د پروپگېنډې په اهمیت خبر دي نو ځکه یې په انټرنیټ د جنگ په میدان د ډلې د مطبوعاتو عملیات په هدف کړې دي. څیړنکار چاري ونټر وايي داعش اوس خپلو حمایتیانو ته د خلافت د قایمولو خوبونو پرځاې د یوازې د خپلې بقا خبرې کوي.

چارلي ونټر وايي "که داعش علاقه نه لري خو نظریا، پلویان لري او داسې حمایت کونکي لري چې د داعش په نوم خپل ځانونه وژلو ته تیار دي."

ددې نه وړاندې به داعش په خپله پروپگېنډه کې په خارجه هیوادونو کې خلکو ته دداعش د ولکې د لاندې سېمو ته د راتگ او په دغه خیالي اسلامي امارت کې د اوسیدو دعوت ورکولو.

چارلي ونټر وايي "اوس داعش په خلکو د شام او د عراق د سفر غږ نه کوي بلکې ورته وايي چې په خپلو خپلو هیوادونو کې دې حملې ترسره کړي."

او دا داسې برخه ده چې دداعش پروپگینډه پکې د کامیابۍ دعوه کوي. داعش د برطانيي سرښار لندن، په اکتوبر کې په نیویارک او یو شمیر یورپي ښارونو کې د حملو ذمه واري په غاړه اخېستې که څه هم په دغو حملو کې د ککړو مشکوک کسانو او د داعش ترمنځ نیغ په نیغه د روابطو شواهد نه دي ترلاسه شوي.

چارلي ونټر وايي په دې اړه نړي وال مطبوعات هم ذمه واري لري. د جنگ په میدان د شکست ورسته به داعش په مطبوعاتو کې ځان د ژوندي ساتلو کوښښ کوي.

چارلي ونټر وايي کتنه به وس دا وي چې نړي وال مطبوعات دداعش کوښښونو ته څه رنگ ردعمل ښايي ځکه چې داعش دپاره به مطبوعات داسې وي لکه چې د بدن دپاره وینه، د یوې نظريي، تحریک او تنظیم په توگه به داعش ځان په مطبوعات کې ژوندی ساتي.

په خپله ورستۍ وډیو کې داعش تیره میاشت د مصر د سینا په صحرا کې په جومات د حملې ذمه واري منلي ده . په دغه حمله کې د ٢٠٠ نه زیات کسان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG