د وسطي ایشا هیوادونو قزاقستان، کرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان څخه شا او خوا ٥٠٠٠ وسله وال د داعش په صفونو کې په جنگ کې ښکیل دي.
څیړونکې وايي دا روسي ژبه ویونکو مسلمانان نه یوازې د داعش په مشرانو کې شامل دي بلکه د ډلې د ولکې د لاندې سیمو کې يي خپله ټولنه هم جوړه کړې ده. سرچیني وايي د وسطي ایشیا سره تعلق لرونکي دغ وسله وال خپل دویم نسل هم د جنگ دپاره تیاروي.
په داعش کې روسي ژبه ویونکې وسله د شمیرې په اتبار د عربۍ ویونکې پسی په دویمه درجه دي. د کال ٢٠١۴ راهسې روسي او د وسطې ایشیا سره تعلق لرونکو وسله والو په داعش کې د شمولیت شرح کې ٣٠٠ فیصد اضافه شوي ده. دا خبره په نیویارک کې میشته د صوفیان گروپ په نوم اداره کوي.
د وسطي ایشیا سره تعلق لرونکي زیاتره وسله وال د رقعا ښار شا او خوا اباد شوي دي چې دداعش سرښار گڼلی کیږي او هلته د خپلو مخصوصو عادتونو او رواجونو په بنیاد ټولنې قائم کړې دي.
ددغه ځائې د ابوبکر داغستاني په نوم جومات کې د جمعې خطبه په روسي ژبه کې ورکړی کیږي او نزدې په ابو مسلم اسلامک سکول کې ماشومانو ته قران او عربي ښودل کيږي. او په سکول کې ماشومان د ریاضۍ ذدکړه په روسۍ ژبه کې کوي.
یادگیرنه:
دا خبر د وي او ای انگریزۍ ویپ پاڼي دپاره مهدي جدینه، سیرون کاجو، فاطمه تلیسو، سعید الاکانسائی او مومن احمدي لیکلی دی