لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایسایاس توپان په رارسېدو، ټرمپ په نارت کيرولائنا کې بېړنی حالت اعلان کړ


نارت کيرولائنا ایالت ته د ایسایاس سمندري توپان د رسېدو په درشل کې، د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ په هغه ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. پيشبیني شوې ده چې دا توپان به د ګل/دوشنبې په ورځ نارت کيرولائنا ته له ځانه سره تېز باران او سخت بادونه راوړي.

دا چې صدر ټرمپ په هغه ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی، معنا یې دا ده چې د امریکا د وفاقي حکومت چارواکي کولای شي له مرکزي بجټ څخه د نارت کيرولائنا له ښارونو او ښارګوټو سره مالي مرستې وکړي چې په هغې سره به ځایي خلکو ته د نقصانونو د معاوضې په برخه کې کومک وشي.

تر دې وړاندې، صدر ټرمپ د شنبې – خالي په ورځ د فلوریډا په اړه هم همداسې اعلان کړی و.

هوا پېژندونکو د اتوار-یکشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د ایسایاس سمندري توپان د اټلانټیک (اطلس) بحر پر سر د تېرېدو په ترڅ کې، یو څه نور هم زور اخیستی او د فلوریډا د کېپ کاناوېرال سیمې نه یو سلو پنځه کلومټره لېرې یې د بادونو رفتار ۱۱۰ کلومټره په یو ساعت کې و.

د فلوریډا او نارت کيرولائنا ایالتونو په ځینو سیمو کې خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د ځان خیال دې وساتي.

د پېشبینۍ له مخې، ایسایاس توپان به د اتوار-یکشنبې په ورځ د باهاماس شمال لویدیځ ته د ۳۰ سنټي مټرو په اندازه د باران سبب شي، او په فلوریډا او جورجیا کې به یې له امله پنځه سنټي مټره باران واوریږي.

همدا راز پېشبیني شوې ده چې د ایسایاس سمندري توپان له امله به د ګل-دوشنبې او نهې- سې شنبې په ورځو، نارت او ساؤت کيرولائنا ایالتونو کې زورور سېلابونه هم وبهیږي.

په دواړو ايالتونو کې د ټورنېډو یا زورورو څرخبادونو خطره هم شته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG