لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: د امريکايي امداد زياته برخه به د وزيرستان په کډوالو خرچ کولی شي


اسحاق ډا وئيلي ، چې سخکال به حکومت د امريکې څخه مېلاوېدونکي امداد زياته برخه د شمالي وزيرستان د کډوالو په بيا ودانولو خرچ کوي .
اسحاق ډا وئيلي ، چې سخکال به حکومت د امريکې څخه مېلاوېدونکي امداد زياته برخه د شمالي وزيرستان د کډوالو په بيا ودانولو خرچ کوي .

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار وئيلي ، د امريکې لخوا پاکستان سره د کېري لوگر بل په مد کې د مېلاويدونکي امداد زياته برخه به د شمالي وزيرستان د کډوالو په بيا بحالۍ خرچ کولی شي .

د سرکاري ميډيا ترمخه پاکستان کې د امريکې سفير رچرډ اولسن د خزانې وزير اسحاق ډار سره نن د گل په ورځ اسلام اباد کې د ليدو په مهال وئيلي ، چې امريکايي کانگرس د کېرې لوگر بل په مد کې پاکستان ته د ۵۳۲ مليينه ډالرو ورکولو منظوري ورکړې ده ، او دغه پېسې به په مختلفو شعبو کې د ودې دپاره ورکولی شي .

او د خزانې وزير اسحاق ډار دغه خبره رچرډ اولسن سره د ليدو په مهال کړې ده ، چې سخکال به حکومت د امريکې څخه مېلاوېدونکي امداد زياته برخه د شمالي وزيرستان د کډوالو په بيا ودانولو خرچ کوي .

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د جون په مياشت کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او د دغو عملياتو له کبله د شمالي وزيرستان نه د شپږو لکو نه زيات خلک بې کوره شوي ، او د خېبرپښتونخوا په بېلا بيلو سيمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي .

د خزانې د وزارت لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي د دواړو مشرانو د ليدو په مهال جنورۍ ۲۰۱۵م کال کې د امريکې خارجه وزير جان کيري پاکستان ته د متوقع راتگ سره اړونده خبرو باندې هم بحث شوی دی .

اسحاق ډار د امريکې سفير ته وئيلي ، چې حکومت شمالي وزيرستان څخه د کډوال شوؤ او په ملک کې د راغلو تېرو سېلابونو نه د متاثر شوؤ خلکو د بيا بحالۍ په اړه نړيوالو امدادي ادارو ته د احوال تېرولو تياری کوي .

اسحاق ډار سره په ملاقات کې رچرډ اولسن پېښور کې په سکول شوي بريد کې د وژل شوؤ تعزيت هم کړی دی .

اسحاق ډار دغه پېښه د ملکي تاريخ افسوسناکه پېښه گرځولې او وئيلي يي دي ، چې حکومت په پوره قوت سره د ترهگرۍ د خاتمې هڅې کوي .

د روان کال د نومبر په مياشت کې نړيوالو امدادي ادارو او مختلفو حکومتونو سفيرانو په يوه غونډه کې ادعا کړې وه ، چې پاکستان کې دننه د بې کوره شوؤ خلکو او سېلاب زپلو د بحالۍ دپاره به پاکستان ته ۷۰ کروړه ډالره امداد ورکوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG