لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : د ائي اېس ائي مشرـ افغان صدر سره ليدلي


د ائي اېس ائي د مشر رضوان اختر دا دوهم ځل دی ، چې پېښور کې په سکول د طالبانو د حملې وروستو د کابل سفر کوي .
د ائي اېس ائي د مشر رضوان اختر دا دوهم ځل دی ، چې پېښور کې په سکول د طالبانو د حملې وروستو د کابل سفر کوي .

د پاکستان د استخباراتي ادارې ائي اېس ائي مشر لفټننټ جنرال رضوان اختر د کابل په سفر تلی ، او د افغان صدر اشرف غني احمدزي سره يي ليدلي دي .

د افغانستان د صدارتي ماڼۍ ارگ څخه جاري شوي يو لنډ بيان کې وئيل شوي ، د افغانستان صدر محمد اشرف غني د پاکستان د اسلامي جمهوريت د استخباراتو د اداري مشر رضوان اختر خپل حضور ته ومانه .

دغه کتنه چې د افغانستان په صدارتي ماڼۍ کې شوې ده ، پکې د پاکستان او افغانستان دواړو لورو ته د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ په ضد دمبارزې په لړ کې د دواړو هېوادونو د گډو هڅو پياوړي کولو متعلق خبري شوي دي .

دغه رنگ افغانستان ، پاکستان او سيمه کې د امنيت د ټينگښت او په علاقه کې يو شمېر نورې وړ موضوگانې هم د بحث لاندې راغلي دي .

د ائي اېس ائي د مشر رضوان اختر دا دوهم ځل دی ، چې پېښور کې په سکول د طالبانو د حملې وروستو د کابل سفر کوي .

له دې وړاندې پېښور کې په ۱۶م دسمبر سکول باندې د طالبانو د بريد په صبا له د ائي اېس ائي مشر د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره د کابل په هنگامي دوره ورغلی ؤ ، او هلته يي د صدر اشرف غني او افغانستان کې د موجودو بهرنو ځواکونو د مشر جان کېمپبل سره ليدلي او د پولي دواړو لورو ته يي يو بل سره مالوت شريک کړي وو .

په دغې دوره کې افغان صدر اشرف غني د پاکستان د پوځ سرلښکر ته باور ورکړی ؤ ، چې د افغانستان خاوره به کله هم د پاکستان په ضد د ترهگرۍ دپاره کارېدو ته نه پرېږدي .

او د هغې وروستو د افغانستان د پوځ مشر جنرال شېر محمد کريمي او د بهرنو ځواکونو اېساف مشر جنرال جان اېف کېمپبل د پاکستان په دوره راغلي ، او جي اېچ کيو راولپنډۍ کې يې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدلي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG