لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي ائي مشر ليون پينيټا جنرال پاشا سره خبرې کړي


راپورونه وائي دامريکې داستخباراتي شبکې (سي ائي اى) مشر ليون پينيټا دپاکستان دخفيه ادارې (ائي ايس ائي) مشر احمدشجاع پاشا سره په تيليفون خبرې کړي دي.
دسرچينو له مخې دواړو استخباراتي مشرانو په دغو تيليفوني خبرو کې په پاکستان کې دنيول شوي امريکائي ريمنډ ډيوس په معامله او ددواړو استخباراتي شبکو ترمينځ دهمکارۍ په نوعيت خبرې اترې کړي دي.
دپاکستان ددفاع وزارت سرچينو هم ددواړو استخباراتي مشرانو ترمينځ ددغو تيليفوني خبرو اترو پخلى کړى او وئيلي يې دي چې دايس ائي اى مشر پينيټا سره دخبرو په مهال دسي ائي اى په پټو هلو ځلو دخپلو تحفظاتو څرگندونه کړې ده.
سرچينې وائي شجاع پاشا ددغو خبرو اترو په مهال دپاکستان خپلواکۍ او امنيت ته په درناوي لرلو ټينگار وکړو.
سرچينې دا هم وائي چې اوس به سي ائي اى پاکستان ته ددغه رقم خفيه فعاليتونو په حقله مکمل ريکارډ او معلومات ورکوي.
کله چې دپوځ مطبوعاتي څانگې يا ائي ايس پي ار سره دليون پينټا او شجاع پاشا ترمينځ دخبرو اترو دتصديق دپاره تماس ونيول شو نو ائي ايس پي ار نۀ خو ددغو خبرو پخلى وکړو او نۀ يې انکار.
دزيارت په ورځ دپاکستان داستخباراتي شبکې چارواکو وئيلي وؤ دريمنډ ډيوس دنيول کيدو له امله دائي ايس ائي او سي ائي اى ترمينځ په همکارۍ اغيزه شوې ده.
دزيارت په ورځ په اسلام اباد کې يولوړپوړي چارواکي وئيلي وؤ دډيوس دمعاملې له امله دسي ائي اى او ائي ايس ائي ترمينځ په خپل مينځي اړيکو کې فشار راغلى خو دغه اړيکې ختمې شوي نۀ دي ځکه چې سي ائي اى په 27مه جنورۍ ددوؤ کسانو وژونکى ريمنډ ډيوس ددغه پيښې څخه وړاندې نۀ پيژندو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG