لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې بم چاودنې اته کسان وژلي، داعش حمله منلې ده


 په کابل کې چاودنه په داسې ورځ شوي چې په کابل کې د دې هفتې په شروع کې شوي د امریکايي ډرون حملې په ضد احتجاجونه شوي دي
په کابل کې چاودنه په داسې ورځ شوي چې په کابل کې د دې هفتې په شروع کې شوي د امریکايي ډرون حملې په ضد احتجاجونه شوي دي

د افغانستان سرښار کابل کې د جمعې په ورځ بم چاودنه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او 18 نور کسان زخمیان شوي دي.

داعش خراسان وسله والې ډلې د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد هم په بم چاودنه کې د اتو کسانو د وژل کېدو تصدیق کړی او ویلي یې دي چې چادونه د کابل په څلورمه امنیتي حوزه کې شوې ده.

د وي او ای رپورټ وايي بم چاودنه د شیعه مسلمانانو د یوې غونډې سره نژدې شوې ده.

په رپورټ کې د عیني شاهدینو له قوله وېل شوي چې د شیعه مسلک په غونډه کې ماشومانو او ښځو هم شرکت کولو چې چاودنه وشوه.

ذبیح الله مجاهد په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې بم په کراچۍ یا لاس ګاډي کې اېښودل شوی و او چاودنه کې بې ګناه خلک ووژل شو.

هغه وویل حمله د "هغو اسلام او هېواد دښمنه کسانو کار یې بولي چې زموږ په ملت باندې یې امنیت او خوشحالي نه لوریږي."

ذبیح الله مجاهد دا ونه وېل چې د حملې په شا څوک کېدلی شي خو داعش خراسان یې مسولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي يې دي چې چاودنه کې 20 کسان زخمیان او وژل شوي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ مجاهد په یو بیان کې ویلي وو چې طالبانو په کابل کې د داعش څلور وسله وال وژلي او یو یې نیولی دی. هغه وویل د داعش وسله والو د محرم د میاشت په مهال په شیعه ټولنې د حملې منصوبه سازي کوله.

تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش په افغانستان کې د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی. طالبانو هم ویلي چې د کابل په شمول د ملک په مختلفو برخو کې یې د داعش په ضد عملیات کړي دي.

د وي اوای د رپورټ ترمخه په کابل کې چاودنه په داسې ورځ شوي چې په کابل کې د دې هفتې په شروع کې شوي د امریکايي ډرون حملې په ضد احتجاجونه شوي دي.

د امریکې صدر جوبایډن ویلي په ډرون حمله کې د القاعده مشر اېمن الظواهري وژل شوی دی.

د رپورټ ترمخه د احتجاج ګډون والو د امریکې په ضد شعارونه پورته کړل او په صدر بایډن یې د درغو وېلو تورونه پورې کړل.

رپورټ وايي داسې ښکاریده چې د جمعې د ورځې د امریکا ضد مظاهرو انتظام طالبانو کړی و.

طالبانو په کابل د ډرون حملې غندنه کړې او دا یې نه دي ویلي چې ایا په حمله کې الظواري وژل شوی او که نا؟

د امریکې خارجه وزیر اېنټي بلېنکن ویلي د الظوري به کوربتوب طالبانو امریکې سره د امن معاهدې خلاف ورزي کړې ده. امریکايي مامورین وايي په دغه معاهده کې طالبانو لوظ کړی چې وسله والو ته به په افغانستان کې پناه نه ورکوي.

طالبان وايي په کابل کې د اېمن الظواهري د موجودګۍ په اړه ورته علم نه و او د ډرون حملې په اړه یې تحقیقات شروع کړي دي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د امریکې استخباراتي مامورینو ویلي په د کابل په کوم کور کې چې الظواهري وژل شوی د دې مالک طالبانو د داخله چارو وزیر سراج الدین حقاني مرستیال دی. د ای پي په رپورټ کې ددغه مرستیال نوم نه دی څرګند کړی شوی.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG