لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماشوم وسلوال: له داعش سره به مې تل زړه غوښت چې څوک حلال کړم


داعش یا اسلام دولت وسلوالې ډلې په ۲۰۱۵م کال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د (اسلامي دولت خراسان ایالت) په نوم نوې څانګه اعلان کړه. دې څانګې د افغانستان په ختیځ کې زیات نفوذ پیدا کړ. د داعش خران څانګې د ماشومانو په ګډون ځایي خلک له خپلې ډلې سره د ملګرتیا لپاره وګومارل.

لال محمد او د هغه ورور بخت علي هم نیزدې دوه کاله د داعش خراسان ډلې سره اوسېدلي او روزل شوي دي، خو اوس دوی بیرته را ستانه شوي او هڅه کوي چې یو ځل بیا عادي ژوند شروع کړي. لال محمد وایي:

"زه نهه کلن وم چې له دوی [داعش وسلوالو] سره وم. اوس زه دوولس کلن یم. دوی به موږ ته ویډیوګانې را ښکاره کولې، چې څنګه وجنګېږو او ځانمرګي بریدونه وکړي"

د وي.او.اې خبریالې په ختیځ افغانستان کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دغو هلکانو په کور کې د دوی د پلار او د پولیسو ځايي مشر په موجودګۍ کې له دوی سره ملاقات وکړ. د داعش خراسان ډلې غړي به د سړیو او هلکانو د ګومارلو لپاره د دوی کورونو ته ورتلل.

بخت علي وایي دوی به یې په احساساتي توګه دې ته پارول، چې د افغان سرتېرو په ضد د داعش ملګري شي:

"دوی به موږ ته ویډیوګانې ښودلې چې کفار پر مسلمانانو ظلمونه کوي. موږ ته به یې ویل ځایي پولیس او پوځیان مخته دي او کافران یې شاته دي، نو موږ ته دا احساس را پیدا شو، چې موږ د دوی په ضد را پاڅو او ورسره وجنګېږو"

دا یواځې لال محمد او بخت علي نه وو، چې د داعش وسلوالو جنګ ته پارولي وو، د دوی پلار تعویز خان د هغوی له خبرو اغېزمن شو او داعش په خراسان ډله کې له خپلو زامنو سره یو ځای شامل شو.

بخت علي اوس په عمر لوی دی، خو کله چې داعش ډلې جنګ ته پارولی وو وایي هغه وخت یې پر مخ ږیره هم نه وه راغلې:

"هغه وخت شاوخوا شپاړس کلن وم، ږیره مې نه وه، هلته ماشومان ډېر وو، د جنګ خبرې به یې راته کولې، د ماشومانو خو ذهن خام وي نو سوچ نه کوي، که ورته ووایي ځانمرګی برید وکړه هم کوي یې، ځکه دوی به ورته ویل چې دا کار وکړئ هره خوا به مو سمه شي او سیخ به جنت ته ځئ"

د داعش وسلوالو روزونکو دوی په پوځي انداز و روزل، چې بدني ورزشونه او د وسلې استعمالولو روزنه هم پکې شامله وه. دوی ته د تمانچو، اې کې ۴۷ خودساخته توپکو، بمونو او د راکټ لانچرو د استعمال طریقه ور وښوول شوه او مقصد یې له دوی ځانمرګي بریدګر جوړول وو او نتیجه یې دا شوه چې خپل کشر ورور یې هم له ځان سره جنګ ته بوتلو.

د داعش له منګولو را خوشي شوی لال محمد وایي :

"داعش جنګیالیو چې ماته له باردو ډک واسکټ را واغوست، ماته یې ویل موږ بر پر امنیتي پوسته برید وکړو او ته به ولسوالۍ ته لاړ شې فدایي [ځانمرګی برید] به وکړې"

خو دوی دا جګړه وبایلله او مجبور شول چې پر شا لاړ شي. دوی بیرته ژوندي راغلو، خو تر را ستنېدو وروسته یې نور زیات تشدد ولید. د لال محمد او بخت علي پلار تعویز خان وایي چې څنګه له داعش سره ملګری شو:

"هغوی به چې موږ ته درس راکاوه نو راته ویل به یې چې په دې کار کې ثواب دی، نو خامخا به موږ هم کوښښ کاوه چې ثواب وګټو"

بخت علي وايي په ویډیوګانو کې او مخامخ یې هر ډول تشدد لیدلی، ځکه به دوی به هم غوښتل چې همداسې تشدد وکړي:

"موږ ډېر خلک لیدلي چې حلال کړل شوي دي، موږ به هم دا غوښتل چې یو څوک حلال کړو، ځکه موږ ته ویل کېدل چې په دې کار سره به خدا اجر درکړي"

خو اخر دا هر څه د دوی د پلار له زغمه ووتل او له ځینو نورو سړیو سره له هغه ځایه وتښتېدل. د دوی پلار اوس له پولیسو سره کار کوي چې دوی ته یې د تحفظ ډاډ ورکړی دی، خو هغه وایي اوس په دې پوه دی چې که د داعش خراسان ډلې د دې سیمې کنټرول تر لاسه کړ، نو دوی له کومو خطرونو سره مخ کېدی شي.

که څه هم دا دواړه هلکان اوس محفوظه دي، خو هیڅوک هم د هغو ګڼ شمېر ماشومانو په اړه معلومات نه لري، چې له دوی سره د داعش تر کنټرول لاندې مدرسو کې وو.

رپوټ: عایشه تنظیم

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG