لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د سعودي امنیتي ځواکونو په مرکز خونړۍ حمله منلې ده


د امرېکې صدر ډانلډ ټرمپ د نقشي په زریعه ښايي چې په شام او عراق کې داعش د ماتي سره مخامخ شوی دی
د امرېکې صدر ډانلډ ټرمپ د نقشي په زریعه ښايي چې په شام او عراق کې داعش د ماتي سره مخامخ شوی دی

داعش وسله والې ډلې د سعودي عرب سرښار ریاض په شمال کې د امنیتي ځواکونو په مرکز د حملې ذمه واري اخیستې ده. په حمله کې څلور کسان وژل شوې دي.

سعودي پرېس اېجنسي نومې حکومتي خبري ادارې د امنیتي ځواکونو د ترجمان له قوله وویل چې د اتوار، یکشنبې، په ورځ په الزلفي صوبه کې شوي حمله کې درې پولیس زخمیان شوې هم دي.

سعودي خبري ادارې په خپل رپورټ کې وویل د "ترهگرو یوې ډلې" کوښښ کولو چې د امنیتي ځواکونو ودانۍ ته ور ننوځي خو ځواکونو ځوابي ډزې وکړي او څلور حمله کونکي یې ووژل.

سعودي خبري ادارې اېس پي ای وویل د حمله کونکو د شناخت او په دې اړه تحقیقات پېل کړی شوې دي چې دوی سره کوم ډول چاودیدونکي مواد وو.

د لندن نه خپرېدونکي ورځپاڼې الشرق الأوسط لیکلي الزلفي د سعودي عرب سرښار ریاض په شمال کې ٢٦٠ کلومېټره لرې پرته سیمه ده.

د سعودي عرب حکومتي ټېلې وژن العربییه هم په خپل رپورټ کې په الزلفي کې د څلورو کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

داعش دعماق ویب پاڼې دلارې د الزلفي حملې ذمه واري په غاړه واخیسته او وې یې ویل حمله د داعش وسله والو کړې ده.

په ورستي کلونو کې د القاعدې په شمول نورو وسله والو د سعودي عرب په امنیتي ځواکونو یو شمېر حملې کړې دي. او د سعودي عرب په ختیځو سیمو کې د شیعه وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

د داعش مشر ابوبکرالبغدادي په تېرو وختونو کې په سعودي عرب د حملو غږ کړی و. سعودي عرب د امریکې په مشرۍ کې د هغه پوځي ائتلاف غړی هېواد هم دی چې په شام او عراق کې د کال ٢٠١۴ راهسې د داعش خلاف جنگېږي.

داعش وړاندې هم په سعودي عرب کې په امنیتي ځواکونو او په شعیه ټولنې د حملو ذمه واري اخیستې ده.

داعش په سعودي عرب کې حمله په داسې حال کې په غاړه اخیستې چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي داعش ته ماتی ورکړی شوی دی او په شام کې د داعش په ولکې ورستۍ پاتې سیمې بیرته اخیستل شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG