لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د انگریزۍ ژبې ویونکو یو شمېر وسله والو د داعش حمایت دلاسه نه دی ورکړی


په داسې حال کې په شام او عراق کې داعش وسله واله ډله د ماتي سره مخامخ ده، یوه څېړنه ښايي د ډلې انگریزي ژبه ویونکو پلویانو یې حمایت نه دلاسه نه دی ورکړی او گڼي چې داعش اوس هم خپل صلاحیت او قوت لري
په داسې حال کې په شام او عراق کې داعش وسله واله ډله د ماتي سره مخامخ ده، یوه څېړنه ښايي د ډلې انگریزي ژبه ویونکو پلویانو یې حمایت نه دلاسه نه دی ورکړی او گڼي چې داعش اوس هم خپل صلاحیت او قوت لري

په داسې حال کې په شام او عراق کې داعش وسله واله ډله د ماتي سره مخامخ ده، یوه څېړنه ښايي د ډلې انگریزي ژبه ویونکو پلویانو یې حمایت نه دلاسه نه دی ورکړی او گڼي چې داعش اوس هم خپل صلاحیت او قوت لري.

د جارج واشنگټن یونیورسټۍ د تندورۍ په اړه پروگرام د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شائع شوي یو رپورټ کې ویلي په تېرو ١٦ میاشتو کې یې په انېټرنېټ د پېغام رسانۍ ویب پاڼې ټېلېگرام د داعش پلوه ٦٣٦ چېنلونو او ډلو پېغامونو ته کتنه کړې ده چې څرگندوي انگریزي ویونکي د داعش پلویان اوس د ډلې کلک حمایت کوي.

رپورټ وايي په داسې حالې کې چې د امریکې په مشرۍ کې ائتلافي ځواکونو په شام او عراق کې داعش ته ماتی ورکړی او د ډلې مشرانو په خپلو پلویانو عږ کړی چې د داعش په نورو صوبو کې دې پرمختگ ولټوي، د داعش انگریزي ویونکو پلویانو د داعش په خلافت خپل یقین څرگندولو دپاره ټېلگرام ته مخه کړې ده.

د رپورټ یو لیکلوال بېنېټ کلېفرډ وایس اف امریکا ته وویل د داعش دغه پلویان په سختو جنگونو کې جنگېدل غواړي او د دوی په خپل منځو کې خبرې ښايي دوی د ماتې نه توجه لرې کول او دجنگ دپاره جواز پېدا کول غواړي.

د وي او ای د انگریزۍ رپورټ ترمخه، د داعش انگریزي ویونکي حمایتیان نه یوازې خپلو عقیدو ته هوا ورکوي بلکې د داعش په حق کې د نورو خلکو پروپگېنډه هم په وړاندې بوزي او د پلویانو ته د ترهگرۍ د حملو چلونه هم ښايي.

کلېفرډ وايي د داعش دغه پلویان بیانیه په خپل حق کې د بدلولو کوښښ دی.

د داعش پلویانو د کال ٢٠١٥ راهسې د ټېلگرام استعمال شروع کړې دي. ټېلگرام نه یوازې په گړندۍ توگه د پېغام رسانۍ دعوه کوي بلکې وايي په دغه پلېټ فارم لېږل شويو پېغامونو ته نور څوک رسايي نشي لرلی.

د داعش په پلویانو کې د ټېلگرام د مقبولیت یوه وجه دا هم ده چې په کال ٢٠١٥ کې فېس بک او ټوېټر په خپلو پلېټ فارمونو د داعش د پروپگېنډې خلاف گامونه پورته کړل.

ټېلگرام دا هم وايي د استعمال کونکو معلومات حکومتي مامورینو سره نه شریکوي نو ځکه هم داعش د خپلو پلویانو د منظم کولو او وډیو گانو د شریکولو دپاره دا پلېټ فارم کاروي.

د جارج واشنگټن یونیورسټۍ رپورټ وايي د ټېلگرام نه پرته بل کوم پلېټ فارم د استعمال کونکو دپاره د تحفظ داسې قسم خصوصیات او اسانتیا نه لري نو ځکه هم د داعش فعالان ورته اوړېدلې دي.

په داعش نظر ساتونکي مامورین د ټېلگرام په اسانه د استعمال په اړه تشویش لري او وايی حمله کونکو هم د دې د لارې په کال ٢٠١٥ کې په پېرس، په کال ٢٠١٦ کې په برلن او په استنبول د حملو منصوبه سازي کړې وه.

د وي او ای رپورټ وايي د دغو حملو هدایات په شام او عراق کې میشته د داعش مشرانو جاري کړي وو خو د دې نه علاوه د داعش نورو انگریزي ویونکو سهولتکارانو هم د ټېلگرام نه گټه پورته کړې ده.

د جارج واشنگټن یونیورسټۍ د رپورټ لیکوال بېنېټ کلفرډ وايي په دغو کې یوه د داعش فعاله ٣٦ کلنه کېرن ائیزا حمیدن وه چې د امریکې نه واخلې تر د سنگارپور پورې یې د ډلې د فعالانو د متحرک کولو دپاره یې د ټېلگرام نه کار اخیستی و.

حمیدن په کال ٢٠١٧ کې د فلپاین چارواکو نیولې ده. په هغې الزام دی چې د داعش د هندوستان صوبې په قیام کې یې کردار ادا کړی دی.

د داعش بل پلوي اشرف اسافو اېف بي ايي په شکاگو کې نیولی دی. د امریکې د انصاف وزارت ترمخه، اسافو د خطاب مېډیا فاونډیشن غړی و چې د داعش پروپگېنډه به یې خوروله.

د داعش د پروپگېنډې د دغو فعالانو نیول کېدل ښايي چې قانون عملي کونکی ادارې د ټېلگرم په عملیاتو کې د داخلېدو صلاحیت لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG