لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په شمشاد ټي وي د حملې پړه منلې ده


د افغانستان سر ښار کابل کې د شخصي ټيلي ويژن شمشاد په دفتر د بريد پړه تندروه ډلې داعش منلې ده.

په حمله کې نزدې څلور تنان وژل شوي او تر شلو پورې ژوبل شوي دي. د شمشاد ټي وي یو پروډیوسر انيس الرحمان وي او ډیوه ته ويلي دي په حمله کې وژل شوي کسان د دفتر امنيتي کارکونکي وو. انيس وايي

"حمله کونکي د پولیسو په جامو یا وردۍ کې ورغلي وو"

د ټيلي ويژن ټيلي ويژن ډائريکټر نيوز عابداحساس رسنيو سره په خبرو کې ویلي، دا د بيان په ازادۍ بريد دی په مطبوعاتو اود خلکو په اواز بريد دی.

شمشاد ټي وي خپل د معمول نشریات بیرته شورو کړي دي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه نن د سه شنبې په ورځ سهار د ټي وي چېنل د دفتر په دروازه اول ځانمرګي بريد کړی او د هغې وروستو څو نور وسله وال ودانۍ ته ننوي دي.

د کابل د پوليس وياند ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ آشنا ته ويلي، دوو بریدګرو د شمشاد په دفتر د لاسي بمونو له اچولو وروسته د دفتر ودانۍ ته دننه شوي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونو سیمې ته رسیدلي دي.

د یو شمېر حکومتي او سیاسي مشرانو په گډون د افغانستان د خبریالانو سازمان ای ایف جی سي د حملې غندنه کړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG