لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلام اباد یو عدالت د جج ارشد ملک ويډيو کيس کې تورن کسان بري کړي


د اسلام اباد یو ځايي عدالت د احتساب عدالت یو جج ارشد ملک په پټه ویډیو جوړولو په قضیه کې د اوریدنې په مهال په دغه ویډیو جوړولو تورن کسان بري کړي دي.

نن په عدالت کې د اوریدنې پرمهال د پلټنو وفاقي ادارې ايف ايي ای یو افسر عدالت ته خپل د پلټنو خپل راپورټ وړاندې کړو. په دغه مهال سرکاري وکیل عدالت ته وويل چې د ويډيو په کيس کې نومول شوي ملزمانو پر ضد څه قسمه ثبوتونه په لاس نه دي ورغلي او د دریو واړو ملزمانو د بري کولو خواست يې وکړو.

عدالت د ايف ايي ای لخوا وړاندې کړل شوی خواست منظور کړی او په دغه تور کې نیول شوي ناصر جنجوعه، خرم يوسف او غلام جيلاني يې بري کړي.

جج ارشد ملک څوک دی ؟

روان کال د جولايي په ۶مه نېټه د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز او د ګوند ځیني نورو مشرانو په یو ګډ خبري کانفرنس کې د احتساب عدالت جج ارشد ملک په اړه یوه ویډیو خپره کړې وه.

د نواز شریف لور مریم نواز په دغه کانفرنس کې دعوه کړې وه چې په دغه ویډیو کې جج ارشد ملک منلي چې د نواز شریف پرضد فیصلې ورکولو باندې په هغه فشار اچول شوی وو.

مريم نواز تور لګولی وو چې د پخواني وزیراعظم نواز شريف پرضد ورکړل شوې فيصله د ویرې او فشار لاندې ورکړل شوی ده. مریم نواز غوښتنه کړې وه چې ٫٫ دغه فيصله غير قانوني ده او د نواز شريف پرضد ورکړل شوې فيصله دي بیرته واخيستل شي او نواز شريف دې له جيله ازاد کړی شي.٬٬

د مسلم ليګ ن ډلې د دغه خبري کانفرنس او خپرې شوې ویډیو وروسته د جج ارشد ملک لخوا يوه خبر پاڼه خپره شوې وه او د مسلم ليګ ن ډلې دعوه او ویډیو دروغ او جعلي بلل شوې وه.

یاد جج ارشد ملک د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شريف ته د العزيزيه ريفرنس په کېس کې د ۷ کالو قيد او جرمانه اورولې وه او هم د دې فيصلې پر ترڅ کې نواز شريف اوس هم په بند کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG