لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داخله وزارت پلازمينه اسلام اباد د هېواد ترټولو خطرناک ښارگرځولی

د وزارت داخله لخوا تحقيقاتي رپورټ نن د قامي اسمبلۍ قائمه کميټۍ ته وړاندې کړی شوی دی
د وزارت داخله لخوا تحقيقاتي رپورټ نن د قامي اسمبلۍ قائمه کميټۍ ته وړاندې کړی شوی دی

د پاکستان د وزارت داخله لخوا د قامي اسمبلۍ داخله کميټۍ ته په يو تازه وړاندې کړی شوي رپورټ کې د هېواد پلازمينه اسلام اباد تر ټولو خطرناک ښار گرځول شوی دی ، او اسلام اباد د القاعده ، تحريک طالبان پاکستان او لشکرجهنگوي دپاره سليپر سيل يا د پاتې کېدو دپاره پټ ځايې جوړ شوی دی .

د وزارت داخله لخوا تحقيقاتي رپورټ نن د قامي اسمبلۍ قائمه کميټۍ ته وړاندې کړی شوی دی ، په کوم کې چې وئيل شوي د هېواد پلازمينه اسلام اباد د نړۍ تر ټولو لويې ترهگر گرځول شوي تنظيم القاعده ، لاقانونه تحريک طالبان پاکستان او لاقانونه گرځول شوې تندروه ډلې لشکر جهنگوي په نخښه دی او دغو تنظيمونو په اسلام کې پټې ځالې جوړې کړي دي .
د راپورونو ترمخه د داخله وزارت لخوا په وړومبي ځل داسې کوم رپورټ مخې ته راغلی چې پکې بوگنؤنکې خبرې په ډاگه شوي دي . او د دې خبرې پخلی شوی چې اسلام اباد کې په غټه کچه ترهگر دېره دي .
په دغې رپورټ کې دا هم وئيل شوي چې د هېواد لويې صوبې پنجاب کې د لاقانونه گرځول شوؤ نورو تنظيونو ترڅنگ پنجابي طالبان او لشکر جهنگوي د امنيت دپاره لويه خطره ده .
د رپورټ ترمخه خيبر پښتونخوا او قبائيلي علاقو کې بهرني هېوادونه لاس وهنه کوي .
دغه رنگ سندهـ ايالت کې د القاعدې ، ټي ټي پي ، لشکر جهنگوي ، سندهي قام پرستو ، نسلي ډلو او هدفي وژونکو خپلې مضبوطې مورچې جوړې کړي دي .
د داخله وزارت په رپورټ کې وئيل شوي چې د هېواد په ختيځو او لوئېديزو پولو باندې هېواد ته ترهگر راننوځي او د هند او افغانستان څخه وسله هم په دغو لارو راوړل کيږي .
رپورټ کې دا هم زياته کړی شوې ده چې په بلوچستان او ازاد کشمير کې هند ترهگري کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG