د اسلام اباد اعلا عدالت یا هايي کورټ د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مخالفه مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف ته په العزیزیه ریفرنس قضیه کې د نوموړي خراب صحت په سبب د دریو ورځو لپاره عبوري ضمانت ورکړی.
د پاکستان د احتساب قامی ادارې یا نېب لخوا د نوموړي په ضمانت د څه قسمه اعتراض نه کولو وروسته اسلام اباد هايي کورټ دغه فیصله اورولې.
د جمعې په ورځ لاهور هايکورټ د چودري شوګر مل په مقدمه کې په طبي بنیادونو د پخواني وزیراعظم نوازشريف ضمانت منظور کړی ؤ، خو اسلام اباد هايکورټ د العزيزيه اسټیل مل په مقدمه کې د ضمانت خواست د نهې، سه شنبې د ورځې پورې ځنډولی ؤ.
خو ياد عدالت بيا د نوازشريف د ورور شهباز شريف خواست منظور کړی او نن يې په خواست د فېصلې اورولو ويلي دي.
شهباز شريف عدالت ته خواست کړی چې د نوازشريف طبعيت ناسازه دی ځکه د العزيزيه اسټيل مل په مقدمه کې د ضمانت په خواست اورېدنه د چهټۍ په ورځ وشي.
راپورونه وايي د نوازشریف درملنه د لاهور په سروسز روغتون کې روانه ده او طبعيت يې ډېر ښه نه ښودل کيږي.
په چودري شوګر مل کې د ضمانت منظورېدو باوجود هم ويل کيږي نوازشريف تر هغې وخته پورې د جېل څخه نه شي خوشی کېدی څو پورې چې د العزيزيه په مقدمه کې د سزا په خلاف اسلام اباد هايکورټ د هغه په خواست فېصله نه وي اورولي.
د جمعې په ورځ د اسلام اباد هايکورټ د جسټس محسن اختر کیاني او جسټس عامر فاروقي دوه کسيزه ججانو ډلې د العزیزيه په مقدمه کې اورېدنه کړې وه.
د اورېدنې په مهال د لاهور د سروسز روغتون ډاکټر سليم شهزاد عدالت ته ويلي د نوازشريف حالت ښه نه دی، پلېټلټس يې کميږي او د درملنې ښې اسانتياوې ورته ورکولی شي.