لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد : پيپلز پارټۍ د ائتلا فيانو راضي کولو لپاره هلې ځلې تندې کړي دي


اسلام اباد : پيپلز پارټۍ د ائتلا فيانو راضي کولو لپاره هلې ځلې تندې کړي دي

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک او سينيټر رضا رباني په شمول اهمو شخصياتو د شورو په ورځ د جمعيت علماءاسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان سره ليدنې کړي او حکومت ته يې دبيا راوستلو په غرض هغه سره خبرې اترې کړي دي
خو مولانا فضل الرحمان په دغه ليدنه کې دريځ خپل کړو چې جى يو ائي په گوندي کچه دحکومت څخه دبيليدو دفيصلې پخلى کړى ځکه هغه اوس په يواځې ځان دفيصلې کولو جوگه نۀ دى.
ددغه ليدنې څخه وروستو مولانا فضل الرحمان سعودي عرب ته دعمرې په غرض روان شوى دى.
دغه ليدنې په داسې حال کې شوي دي چې دجى يو ائي مشر يوه ورځ ړاندې دوزيراعظم دبدلون غوښتنه کړې وه.
بل لوري ته صدر اصف علي زرداري دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ته دجى يو ائي او او متحده قومي موومنټ دراضې کولو کار سپارلى دى او نوموړى ددغو دواړو ډلو سره په تماسونو کې بوخت دى.
دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان کور دشوروپه سحر داهمو سياسي ليدلو مرکز جوړ شوى ؤ.
سحر وختي دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دمولانا فضل الرحمان سره ليدلو لپاره دهغه کور ته ورغلى ؤ او دهغه سره يې اوږده ليدنه وکړه.
دجمعيت علماء اسلام دوياند ترمخه په ليدنه کې فضل الرحمان دکورنيو چارو وزير ته ځواب ورکړو چې هغه به پخپل پخوانى دريځ کلک ولاړ وي.
دکورنيو چارو دوزير دليدنې څخه وروستو دفاټا پارلماني هيئت هم مولانا فضل الرحمان سره وليدل.
په دغه هيئت کې منير اورکزئ، حميدالله افريدي او سينيټر صالح شاه هم شامل وؤ.
هيئت مولانا فضل الرحمان سره په تازه سياسي وضعيت خبرې اترې وکړې.
په دغه مهال مسلم ليگ(ن) او ايم کيو ايم سره په تازه تاؤتريخوالي هم بحث وشو.
په دغه مهال مولانا فضل الرحمان وويل چې دوزيراعظم دبدلون غوښتنه يې دزيات سوچ او فکر څخه وروستو کړې ده ، ځکه چې ددې نه بغير وضعيت ښۀ کيدى نۀ شي.
ددې نه پس هغه دسينيټر رضا رباني سره هم ليدنه وکړه او هغه سره يې په سياسي چاروخبرې اترې وکړې.
بل لوري ته دپاکستان دوفاقي کابينې غونډه دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني په مشرۍ اسلام اباد کې ترسره شوې ده.
دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې دايم کيو ايم دوزيرانو لخوا داستعفي گانو په تناظر کې دهيواد دسياسي وضعيت جاج واخستل شو.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په مشرۍ په غونډه کې دمتحده قومي موومنټ دوزيرانو لخوا دکابينې څخه دبيليدو نه پس په پيدا شوي وضعيت او مجموعي سياسي وضعيت غور وکړل شو.
غونډه کې داتلسم ترميم لاندې صوبو ته دمنتقل شوؤ وزارتونو دمالي معاملو او ملازمينو په اړه هم بحث وشو.
دغونډې پايې ته درسيدو وروستو ميډيا سره په خبرو کې دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزير قمر زمان کائره وويل سيد يوسف رضا گيلاني دپارلمان متفقه وزيراعظم دى.
هغه وويل دوزيراعظم دبدلون په هکله پريکړه دمولانا فضل الرحمان شخصي نظر دى او هغه به هم راضي کړل شي.
کائره وويل ترڅو چې مونږ په پارلمان کې اکثريت لرو په حکومت کې به يو او په کله چې په پارلمان کې اکثريت نۀ وي نو دپي پي پي حکومت به هم نۀ وي.
وفاقي وزير وويل دبې نظير بهټو دوژنې پلټنې په اخري پړاؤ کې دي او دغه پلټنې به عام منظر ته راوړو.
دمولانا فضل الرحمان دگوند حکومت څخه بيليدل، دايم کيو ايم دوزيرانو لخوا وفاقي کابينې څخه استعفي گانو او دمولانا فضل الرحمان لخوا دوزيراعظم دبدلون غوښتنې وروستو په پاکستان کې سياسي وضعيت تاؤتريخوالى رامينځته شوى دى.
بلخوا سرچينې وائي دپاکستان صدر اصف علي زرداري دمتحده قومي موومنټ دتحفظاتو لرې کولو امر کړى دى.
صدر زرداري وائي چې الطاف حسين دهغه مشر ورور دى او هغه به خفه کيدو ته نۀ پريږدو.
دسرچينو له مخې په بلاؤل هاؤس کې دصدر اصف علي زرداري په مشرۍ يوه اهمه غونډه وشوه چې پکې دسندهـ گورنر ډاکټر عشرت العباد، دسندهـ وزيراعلي سيد قائم علي شاه، دکورنيو چارووزير رحمان ملک او دقانون مرکزي وزير بابراعوان گډون وکړو.
غونډه کې دسندهـ وزيراعلي ته وويل شول چې دسندهـ په معاملو کې بايد ايم کيو ايم په باور کې واخستل شي.
همدغه شان ددې نه وړاندې رحمان ملک په گورنر هاؤس کې دگورنر ډاکټر عشرت العباد سره ليدنه وکړه.
په دغه مهال رحمان ملک وويل ايم کيو ايم په صوبه او مرکز کې دحکومت ائتلافي گوند دى.
رحمان ملک وويل دجوړجاړي عمل به په هر صورت کې مخ په وړاندې بوتللى شي.
ددې نه وړاندې داى اين پي سينئر نائب صدر سينيټر حاجي عديل دصدر اصف علي زرداري سره ليدنه وکړه چې پکې حاجي عديل صدر دخپل گوند دتحفظاتو څخه خبر کړو.
په دغه ليدنه کې دجوړجاړي دعمل مخ په وړاندې بوتللو باندې اتفاق شو.
دمتحده قومي موومنټ دمشر الطاف حسين او جمعيت علماء اسلام دمشر مولانا فضل الرحمان ترمينځ په ټيلي فون خبرې اترې هم شوي دي.
په دغو خبرو کې الطاف حسين فضل الرحمان ته وويل چې هغه په کراچۍ کې دامن وامان په ټينگښت او دپښتون او غير پښتون وگړو ترمينځ موجودو غلط فهميو لرې کولو لپاره خپل صلاحيتونه پکار راولي.
مولانا فضل الرحمان وويل چې هغه به په ټول سندهـ او ځانگړې توگه کراچۍ کې دامن وامان لپاره خپل کردار ادا کوي.
دمسلم ليگ(ق) دمشر چوهدري شجاعت حسين او مولانا فضل الرحمان ترمينځ هم په ټيلي فون خبرې اترې شوي دي چې پکې چوهدري شجاعت دمولانا فضل الرحمان لخوا د وزيراعظم دبدلون دغوښتنې ملاتړ وکړو.
دواړو مشرانوپه دې خبره هم اتفاق وکړو چې بايد ټول سياسي گوندونه دملکي ستونزو هواري لپاره په گډه کار وکړي.
همدغه شان دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون هم دپاکستان صدر اصف علي زرداري سره په تيليفون خبرې کړي دي.
په دغو ټيلي فوني خبرو کې دواړو مشرانو په دوه اړخيزو اړيکو، دسيمې په وضعيت دپاک برطانيې په همکارۍ خبرې اترې کړي دي.
ډيوډ کيمرون صدر زرداري ته باور ورکړو چې برطانيه به په پاکستان کې دپرمختيا او جمهوريت دپياوړتيا لپاره خپله مرسته دوامداره ساتي.

XS
SM
MD
LG