لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون لاریون کې شمیر زیاتیږي- او لړۍ غځیږي


په اسلام اباد کې د پښتنو لاریون کې نن په نهمه ورځ د برخه والو شمیر کې زیاتوالي ترڅنګ، د احتجاجي لوریونونو لړۍ اوس د هیواد نورو لویو او وړو ښارونو او کلیو ته رسیدلی.

د اسلام اباد د پښتون لاریون ٫٫ دا څنګه ازادي ده؟٬٬ سندره نن د کراچۍ په مظاهره کې هم ښه په جار اوریدل کیده نو په دغه مظاهر کې یوه نوې چغه دا هم وه: ٫٫ تیز هو تیز هو- جدوجهد تیز هو٬٬ چې مطلب يې دا وو چې د پښتنو دغه کوښښ دې نور هم تند شي.

د کراچېپرېس کلب وړاندې نن په دغه احتجاج کې که یو خو پښتنو په لوې شمیر کې برخه اخستې د نورو ژبو ویونکې هم په دغه احتجاج کې د پښتنو سره ولاړ وو او په پاکستان کې يې د پښتنو د وژنې او د هغو سره کیدونکې بدسلوکۍ او بدې رويې پرضد نعرې وهلې.

نن د جمعې په ورځ د نقیب مسید د بې ګناه وژنې پرضد د مدني ټولنو فعالین که یو خوا د هیواد اقتصادي مرکز او د پښتنو تر ټولو لویه ابادي لرونکي ښار کراچۍ کې راټول شوي وو، نو د کراچۍ نه ۱۳۰۰ کلومېټره لرې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کې هم ګڼو قبایلو خپل غږ د اسلام اباد پښتون لاریون سره یو کړی.

د قبایلي سېمې جنوبي وزیرستان مرکز واڼا کې هم نن په لسګونو قبایلو د اسلام اباد پښتون لاریو په حق کې مظاهره کړې. دغه غونډې ته د وینا په مهال ځايي مشرانو غوښتلي د نقیب مسید وژونکي دې اونیول شي او عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

مظاهرې ته وینا کونکی یو تن وايي ٫٫ نقیب مسید يې بې ګناه وژلی، بې ګناه يې شهید کړی، مونږ د هغه د وژونکو د نیولو او عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه کوو.

په اسلام اباد کې روان پښتون لاریون کې برخه لرونکې پښتانه وايي ترڅو یې چې غوښتنې نه وي منل شوي تر هغې به د اسلام اباد څخه نه پورته کیږي.

د دغه لاریون برخه وال پینځه اساسي غوښتنې لري چې کراچۍ کې د پولیسو جعلي مقابله کې د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید قاتلان دې د سزا دپاره محکمې ته وړاندې کړل شي، تراوسه چې څومره پښتانه نقلي مقابلو کې وژل شوي دهغوي د وژنو قضایي پلټنې ې وکړل شي، قبائیلو سیمو نه دې مائنونه وویستل شي اؤ دغلته دې دهرې پيښې وروسته له کرځید بندیز لګول کیدو څخه ډډه وکړل شي.

خو اسلام اباد لاریون مشر ښاغلي منظور پشتین ډیوه راډیو ته ویلي چې هغوئ په تشو ژمنو نه تیر وځي، که حکومت پخپلو ژمنو کې ریښتونی وي نو هغوي ته دې لیکلی ضمانت ورکړي چې د راؤ انوار د نیولو په ګډون به د لاریون وهونکو ټولې غوښتنې پوره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG