لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل اطهر عباس : باجوړ او مومندو کې ترهگري د افغانستان څخه کيږي


جنرل اطهر عباس : باجوړ او مومندو کې ترهگري د افغانستان څخه کيږي
جنرل اطهر عباس : باجوړ او مومندو کې ترهگري د افغانستان څخه کيږي

د پاکستان د پوځ وياند ميجرجنرل اطهر عباس وائي دافغانستان سره لگيدلو دپاکستان قبائيلي سيمو باجوړ او مومند ايجنسو کې دترهگرۍ په رامينځته کيدونکو پيښوکې افغانستان کې ميشته ترهگر لاس لري.
دنوموړي وينا ده دغه خلک په باجوړ او مومند ايجنسو کې دورانکارۍ کولو څخه وروستو افغانستان ته تښتي.
هغه دا هم وائي چې پاکستان افغان حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې ددغو ترهگرو مخه ونيسي خو تر دې مهاله ترهگر دافغانستان دپولې څخه دپاکستان خاورې ته راوړي او دلته بريدونه کوي.
د پاکستان دسرکاري ريډيو له مخې پوځي وياند ميجر جنرل اطهر عباس دپيښور دکورکمانډرد هاغه څرگندونو ملاتړ کړى دى چې وئيلي يې وؤ په قبائيلي سيمو کې بهرنۍ لاس وهنه روانه ده.
ښاغلي عباس وويل دوي افغان چارواکي د هغوي په ځمکه دترهگرو لخوا دکيدونکو فعاليتونو څخه خبر کړي دي، او په ځانگړي ډول یې ورته وئيلي چې دغه ترهگرو د افغانستان په کونړ ولايت کې خپلې ځالې جوړې کړي دي.
پوځي وياند زياته کړه د باجوړ او مومند قبائيلي سيمو په گډون دافغانستان سره لگيدلو نورو سرحدي سيمو کې دبې ثباتۍ اساسي علت هم دغه ترهه گر دي چې دلته داړي گړي کولو څخه وروستو افغانستان ته تښتي.
پوځي وياند وويل پاکستان په درې فريقي کميسيون کې هم دافغانستان څخه دترهگرو درا اوښتو ستونزه پورته کړې ده چې تر دې مهاله په دغه حقله څه غوڅ گامونه نۀ دي ليدل شوي.
دپاکستان دپوځ لخوا دافغانستان دخاورې څخه دپاکستان دقبائيلي سيمو دننه دمداخلې دغه تور په داسې حال کې لگول شوى چې دامريکا په شمول يو شمير نړيوال قوتونه دپاکستان څخه پخپلو قبائيلي سيمو په ځانگړي ډول جنوبي وزيرستان کې دپټو ترهه گرو په ضد دکوټلو گامونو اخستو غوښتنه کوي
او تور لگوي چې دپاکستان دخاورې څخه ترهه گر افغانستان ته اوړي او هلته په افغاني او ائتلا في ځواکونو دبريدونو څخه وروستو بيا دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دخپلو خوندي ځالو دننه پټيږي.
دا مهال په پاکستان دامريکائي چارواکو لخوا فشار راوړل کيږي چې دطالبانو په پياوړي مرکز جنوبي وزيرستان کې دپټو ترهه گرو په ضد په پراخه کچ فيصله ايز عمليات پيل کړي خو پاکستاني چارواکي دريځ لري چې هغوي به دوغو عملياتوپيل کولو په حقله پريکړه ځمکنيو حقيقتونو ته په کتلو سره په مناسب وخت پخپله خوښه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG