لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل کې د پخواني وزیراعظم په یاد کې دستوره


د امریکا نائب صدر جو بائډن وویل ایرئیل شیرون د اسرائیل باني مشر وو او د اسرائیلي ریاست او د یهودیانو د بقا دپاره يي اصول واضحه کړې وو. جو بائډن د هغه خبرو هم ذکر وکړو چې په وجه يي ایرئیل شیرون باندې تنقید او مخالفت يي کیدو
د امریکا نائب صدر جو بائډن وویل ایرئیل شیرون د اسرائیل باني مشر وو او د اسرائیلي ریاست او د یهودیانو د بقا دپاره يي اصول واضحه کړې وو. جو بائډن د هغه خبرو هم ذکر وکړو چې په وجه يي ایرئیل شیرون باندې تنقید او مخالفت يي کیدو
د اسرئیل پخواني وزیراعظم ایرئیل شیرون ته د پیرزونو وړاندې کولو په ترڅ کې د اسرائیل صدر شیمون پریز ویلي د خپل هیواد د پاره د خدماتو په لړ کې ایرئیل شیرون کله هم په قراره نه وو ناست.
شیرون د خالي په ورځ د ٨٥ کاله په عمر کې ساه ورکړه.
د گل په ورځ د هغه په یاد کې په یوه سرکاري دستوره کې شمون پریز وویل ایرئیل شیرون د اسرائیل په تاریخ کې د نه هیریدونکی باب اضافه کړی ده.
او د اسرئیل موجوده وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو وویل هغه د ایریئل شیرون سره په گڼ شمیر موضوعاتو اختلافات لرل خو د اسرائیل د تحفظ د پاره يي د ایرئیل شیرون ژمنه په گوته کړه.
د امریکا نائب صدر جو بائډن وویل ایرئیل شیرون د اسرائیل باني مشر وو او د اسرائیلي ریاست او د یهودیانو د بقا دپاره يي اصول واضحه کړې وو. جو بائډن د هغه خبرو هم ذکر وکړو چې په وجه يي ایرئیل شیرون باندې تنقید او مخالفت يي کیدو.
جو بائډن وویل ایرئیل شیرون یو پیچیده شخصيت وو خو هغه په صحیح توگه پیژندلو دپاره پکار ده چې دا خبره هم په ذهن کې وساتلی شي چې هغه په پیچیده وخت او په پیچیده گاونډ کې ژوند کړی وو.
د برطانيي پخواني وزیراعظم ټوني بلئیر هم دستورې ته وینا وکړه. هغه وویل ایریئل شیرون د اسرائیل یو دیو قامت شخصیت وو.
د روس، جرمني، سپین، کنیډا او جمهوریه چیک چارواکو هم په دستوره کې برخه واخېسته. ایرئیل شیرون د ٢٠٠١ نه تر د کال ٢٠٠٦ پورې د اسرئیل وزیراعظم وو. کال ٢٠٠٦ کې په هغه دوره راغله او بې هوشه شو. هغه هم د بې هوشۍ په حال کې د خالي په ورځ ساه ورکړه. هغه به د گل په ورځ د جنوبي اسرائیل نیگیو صحرا کې په خپل جائداد خارو ته سپارلی شي.
صدر براک اوباما او نور نړي والو مشرانو د ایرئیل شیرون په مړینه اسرائیل او د هغه کورنۍ ته د غمرازۍ پیغامات لیږلې وو خو فلسطینیانو هغه دښمن گڼلو او د هغه په مرگ يي خوشحالۍ کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG