لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزې په شمالي سیمو د اسرایل بمباري بل اړخ ته په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي ځواکونه یو ځل بیا په نښه شوي

د غزې په شمالي سیمو کې فلسطینیانو خالي یا شنبې په ورځ وویل د اسرایلو سختې بمبارۍ وروسته بیا هم روانې وي. دې نه مخکې په یو برید کې لږ تر لږه 22 کسان وژلي شوي ول، همپدې حال کې اسرایل د لبنان په جنوبي سیمو کې خلکو ته ویلي چې هغوي دې دغه ځاي ووځي ځکه چې اسرایل د حماس او حزب الله وسله والو ډلو په ضد بمبارۍ کوي.

په لبنان کې، د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي ځواک ویلي چې په نقوره کې د دوي په مرکزي دفتر یو ځل بیا برید شوی، دې نه یوه ورځ مخکې د جمعې په ورځ ناوخته د وسله والو په ډزو کې یو سوله ساتونکی ټپي شوی وو. خو له معلومه شوي نه ده چې دغه ډزې پرې کړې وي.

دا ډزې یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې د اسرایلو پوځ په دویمه ورځ هم په مرکزي دفتر ډزې کړي. اسرایل، چې سوله ساتونکي یې خبرداره کړي ول چې خپل پوستونه پریږدي، سمدستي یې پوښتنو ته ځواب نه دې ویلي.

د خوارک د کمي خبرداری یوځل بیا راپورته شوي د غزې په شمالي سیمو کې اوسیدونکي وایي د میاشتې د پیل راهېسې یي مرستې نه دي تر لاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام ویلي چې د اکتوبر له لومړۍ نیټې راهیسې شمال ته هیڅ خوراکي مرسته نه ده رسیدلې.

په لبنان کې د ایران ملاتړي ډلې حزب الله باندې د هوایي او ځمکني بریدونو سره سره د اسرایلو پوځ شاوخوا یوه اونۍ وروسته د غزې په شمال کې خپل بریدونه بیا پیل کړل.

د لبنان ملي خبري ایجنسۍ د صحت د وزات بیان خپور کړی چې وایي جنوبي بیروت کې د اسرایل په بریدونو کې څلور کسان وژل شوي دي.

دغه وزارت ویلي، د بیروت په شمال ختیځ کې د میسرا په کلي هوايي برید کې پنځه تنه وژلي دي.

د لبنان د صحت وزارت په وینا، د اسرایلو او حزب الله ترمنځ د تیر کال په نښتو کې په لبنان کې ټولټال 2,255 تنه وژل شوي.

د ایران د پارلیمان سپیکر محمد باقر قالیباف د خالي یا شنبې په ورځ په بیروت کې د اسرایلو د هوايي برید د سیمې د لیدنې پر مهال وویل: موږ به په دې سختو شرایطو کې د لبنان له خلکو او د فلسطین له خلکو سره هم ولاړ یو.

د اسرایل او د لبنان د حزب الله ډلې د وسلوالو تر منځ جګړه دوام لري. د اسرایل پوځ د شنبې- خالي په ورځ د لبنان د 23 کلیو اوسېدونکو ته امر کړی چې له خپلو سیمو خوندي ځایونو ته ووځي.

د اسرايلي پوځ په لېږل شوي امر کې د لبنان په جنوبي سيمو کې د هغو کليو ذکر شوی چې په دې وروستيو ورځو کې اسرايل پکې عمليات کړي دي او له همدې کبله دغه اکثر کلي خلکو مخکې لا خالي کړي دي.

د رویټرز او اې پي د خبر له مخې د اسرایل پوځ وايي، د حزب الله د فعالیتونو د زیاتوالي له امله د اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره له خپلو سیمو د هغوی وتل ضروري دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي، په منځني ختیځ کې د شخړې د خپرېدو په اړه په اېشیا کې ژوره اندېښنه ده او د ملګرو ملتونو مشر په لبنان کې د "نه درېدونکې جګړې" د مخنیوي لپاره د هرې ممکنه لارې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش په جنوبي لبنان کې د خپلې ادارې د ودانۍ پر څارونکي‌ ټاور یا برج برید وغانده چې وایي د ملګرو ملتونو دوه سوله ساتونکي انډونېشیایي وګړي یې ټپیان کړل، وایي دا پېښه د نړیوال قانون سرغړونه ده او باید بیا تکرار نه شي.

یاده دې وي د تیر کال د ووم اکتوبر په اسرایل د حماس د برید نه پیل شوي جګړه چې په سیمه کې د خپریدو اندیښنی یې سیوا شوي ښاغلي ګوتېریش وویل په منځني ختیځ کې د جګړې هر ډول خپریدل به په ټوله نړۍ کې په ډرامایي ډول منفي اغېزې ولري او له ټولو خواوو یې د زیات زغم غوښتنه وکړه.

د حماس په اسرایل باندې برید کې دولس سوه کسان وژلی شوي ول او ۲۵۰ پورې حماس یرغمال کړي ول خو بل اړخ د فلسطین د صحت وزارت وایي چې د ۴۲۰۰۰ زرو نه زیات کسان په دغه جګړه کې تر اوسه پورې وژل شوي دي..

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG