د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاتز د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې حماس د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړي او پر دې ډلې "درانه بندیزونه" ولګوي.
ښاغلي اسرایل کاتز ویلي "زه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړم چې څومره ممکنه وي پر حماس تنظیم دې فشار واچوي چې ټول یرغمل کړي کسان سمدستي او بې له کوم شرطه خوشي کړي".
د امنیت شورا ته د داسې ګام اخیستو لپاره پکار ده چې غړي هېوادونه یې پر یوه قرارداد باندې سره اتفاق وکړي. دا وخت د امریکې، برتانیې او جاپان په ګډون د شورا ګڼ شمېر غړو حماس په خپلو هېوادونو کې ترهګره ډله اعلان کړې ده.
د اسرایل خارجه وزیر کاتز د حماس د ترهګرې ډلې په توګه د اعلانېدو غوښتنه هغې غونډې ته په وینا کې وکړه چې د امریکې، فرانس او برتانیې په بلنه را غوښتل شوې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 15 غړو هېوادونو پکې ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې پر هغه رپوټ بحث کېده چې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې پرامیلا پېټن وړاندې کړی وو او دا رپوټ د اسرایل او حماس په جګړه کې د جنسي تشدد په اړه وو.
مېرمن پېټن او د نهو تکنیکي ماهرینو یوې ډلې د جنوري له 29مې د فبرورۍ تر 14مې په اسرایل کې تر دوو اوونیو تېرولو وروسته د خپلو موندنو په اړه وویل، داسې "واضح او باوري معلومات" یې تر لاسه کړي چې حماس د اکتوبر د اوومې په ترهګرو حملو کې په اسرایلو کې د جنسي تېري په ګډون جنسي تشدد کړی دی.
د اسرایل د چارواکو په وینا په هغه برید کې لږ تر لږه 1,200 تنه وژل شوي وو، د رپوټونو له مخې ځینې یې تر وژل کېدو مخکې د جنسي تشدد ښکار شوي وو.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر د ځانګړې استازې وایي په رپوټ کې دا خبره هم شامله ده چې کېدای شي پر هغو کسانو اوس هم جنسي تشدد روان وي چې حماس ډلې یرغمل کړي دي.
د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاتز له حماس او نورو وسلوالو ډلو سره د پاته یرغمل کسانو په اړه وویل:
"نن، تاسې د امنیت شورا هر یو غړی دا موقع لرئ چې د 134 بې ګناه کسانو ژوند وژغورئ، په دې کار سره به تاسې نړۍ ته وښیئ چې د امنیت شورا د ټولو خلکو لپاره د انصاف او امید روښانه څراغ کېدی شي. دا ستاسې په لاس کې دی".
د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر چې دا خبرې کولې، د امنیت شورا په تالار کې د هغه شاته د ځینو هغو کسانو د کورنیو غړي هم ناست وو چې حماس یرغمل کړي دي.
اسرایل کاتز چې په تېره جنورۍ میاشت کې د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی دا یې لومړی ځل وو چې په ملګرو ملتونو کې خبرې وکړي، هغه پر دې اداره نیوکه وکړه چې "له اوږدې مودې" د حماس پر کارونو غلې ده.
ښاغلي کاتز وویل د اکتوبر له اوومې راهیسې په خپلو غونډو کې "ملګرو ملتونو د حماس وحشي جرمونه کله هم نه غندلي او نه یې رد کړي دي".
که څه هم د امنیت شورا له خپل اړخه د حماس د بریدونو د غندنې رسمي بیان نه دی خپور کړی، خو د شورا اکثرو غړو په شخصي توګه او پرله پسې د اکتوبر د اوومې بریدونه په ولسي غونډو کې غندلي دي، چې په هغوی کې د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش، د جنرل اسمبلۍ مشر او د دې ادارې اعلی چارواکي شامل دي.
انتونیو ګوتېریش د دوشنبې- ګل په ورځ بیا رسنیو ته او د ښځو د حقونو په اړه د سلګونو استازو په غونډه کې په تکرار سره وغوښتل چې یرغمل کسان دې سمدستي او بې شرطه خوشي کړل شي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر دا غوښتنه هم تکرار کړه چې د اسرایل او حماس تر منځ دې په غزه کې سمدستي د بشردوستۍ په بنیاد ډزبندي وشي، خو اسرایل یې د غوښتنو مخالفت کړی دی.
Forum