د یورپي هېوادونو د سفر په مهال د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو غواړي چې یورپي هېوادونو سره د ایران سره شوي اېټمي معاهده بدله کړي.
نېټن یاهو د جرمني چانسلرې اېنگلا مرکیل سره ولیدل او د نهې، سه شنبې، په ورځ د فرانس صدر اېمینیول مېکران سره ویني او بیا به د برطانيي وزیراعظمې ټریسا می سره ملاقات کوي.
د اینگلا مرکېل سره شریک خبري غونډې ته خپلو خبرو کې وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو وویل ایران په شام کې د خپلو وسلوالو د لارې سني مسلمانان شیعه مسلک ته اړول غواړي چې په نتیجه کې به یې په شام کې مذهبي جنگ شروع شي او د شام ولس به په کډوالۍ مجبور شي او دغه کډوال به د یورپ مخه وکړي.
په نژدې وختونو کې په منځني ختیځ، افغانستان، پاکستان او د افریقې په یو شمیر هېوادونو کې د کړکیچنو حالاتو دلاسه د زرگونو په شمیره کې کډوالو د یورپ مخه کړې ده او ویل کیږی چې جرمني او د یورپ نورو ملکونو ته د یو مېلین نه زیات خلک رسیدلې دي. د کډوالو په موضوع په د جرمنې په شمول په نورو یورپي هېوادونو کې سیاسي اختلافات رامنځته شوې دي او د کډوالو مخالفو سیاسي ډلې قوي شوي دي.
اینگلا مرکېل ومنله چې په منځني ختیځ کې د ایران هلې ځلې د تشویش وړ دي خو د ایران شوي اېټمي معاهدې دفاع یې وکړه او وې ویل چې لوظنامه د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیسي.
میرمن مرکېل وویل یورپي هېوادونه هم لکه د اسرائیل غواړي چې ایران دې هېڅ کله هم اېټمي وسله ترلاسه نکړی شي.
ایران د ایټمي وسلو نه د منع کولو په خاطر جرمني، فرانس، برطانيي، چین، روس او امریکې په کال ٢٠١٥ م کې د ایران سره د هېواد د اېټمي پروام په سر معاهده لاس لیک کړه. د معاهدې د لاندې ایران دې خبره ته غاړه کښېوده ده چې یورینیم به نه تیاروي. په بدل کې دغه قوتونو په ایران اقتصادي پابندۍ نرمې کړې.
خو تیره میاشت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره د معاهدې د ماتولو اعلان وکړو. صدر ټرمپ غواړي چې ایران سره په معاهده کې دې د هېواد د مزائیلو په پروگرام هم پابندۍ ولگول شي.
اسرائیل هم د معاهدې مخالفت کوي.
خو د معاهدې نور فریق غواړي چې د ایران سره شوي معاهده دې پرځای وساتل شي.
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف معاهدې نه د امریکې په وتلو سخت تنقید کړی دی. په دې اړه د اتوار، یکشنبې، په ورځ وینا کې هغه وویل معاهدې نه د امریکې وتل غېرقانوني گام دی. هغه د لوظنامې په نورو فریقینو غږ وکړو چې د امریکې سیالي نه دې نه کوی.
ایران وايی د ایټمي پروگرام هدف یې وسله ترلاسه کول نه دي.