لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د اسرائیل په پوله د خونړي تشدد وروسته قراري وه


اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په غزه کې د جگړې وروسته د فرانس دوره لنډه کړه او د گل، دوشنبې، په ورځ بېرته ستن شو
اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په غزه کې د جگړې وروسته د فرانس دوره لنډه کړه او د گل، دوشنبې، په ورځ بېرته ستن شو

په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو او د دې په نتیجه کې د راپاریدلي تشد وروسته چې پکې اته تنه وژل شوې دي، د گل، دوشنبې، په ورځ قراري وه. د اسرائیلي عملیاتو په جواب کې په اسرائیل د راکټو حملې شوې دي.

اسرائیل په غزه کې عملیاتو په اړه څه ډیر معلومات نه دي شریک کړي خو ویلي یې دي چې د دې مقصد د اسرائیل امنیت مضبوطول وو.

اسرائیل ویلي په جگړه کې یې یو پوځي افسر وژل شوی او بل زخمي شوی دی.

فلسطیني مامورینو ویلي اووه کسان وژل شوي دي چې پکې یو د حماس ځايي کمانډر هم وو چې نور برکه نومیدو.

د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو په جواب کې اسرائیل وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ ناوخته په غزه کې وسله والو په اسرائیل ١٧ راکټې ویشتلې خو څه مرگ ژوبله پکې نشته.

اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو چې په فرانس کې و په غزه کې د جگړې وروسته یې خپله دوره لنډه کړه او د گل، دوشنبې، په ورځ بېرته هېواد ته ستن شو.

په غزه کې ورستۍ جگړه په داسې حال کې شوې ده چې اسرائیل قطر ته اجازت ورکړو چې غزه ته د مالي امداد په شکل کې ١٥ میلین ډالرې منتقل کړي.

د دې په بدل کې حماس راضي شوی چې په غزه کې د اسرائیل په پوله احتجاجونه کم کړي. اسرائیل ویلي حماس په دغه مظاهرو کې اسرائیل ته په خفیه توگه وسله وال ورلیږي.

د نېټن یاهو سیاسي حریف او د تعلیم وزیر نفتالي بېنېټ غزه ته د قطر د پېسو د انتقال غندنه کړې ده او ویلي يې دي چې دا داسې ده لکه چې مجرمانو ته کلنگ ورکړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG