لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسرایل او حماس په جګړه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي


حماس ویلي دي چې د اسریل په تل ابیب او بیر شیبه سیمویې 210 راکټونه ورغورځولي دي

د فلسطین وسلوالې ډلې حماس او د اسرایلي ځواکونو ترمنځه جګړا زیاته شوې او د شورو چهارشنبې په ورځ په غزه پټۍ او یروشلم کې د 40 نه زیات کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

خبري ادارې رايټرز ویلي دي چې د شورو چهارشنبې په ورځ په دواړه خیزه بریدونو کې لږ تر لږه 43 فلسطینیان او 5 اسرایلي وګړي وژلی شوي دي.

خبري ادارې ویلي دي چې د شورو چهارشنبې په سحر اسرایلي جنګي الوتکو د حماس په وسلوالو په غزه پټۍ او شاو خواو سیمو کې هوايي بریدونه او حماس د اسرایل په تل ابیب او بير شیبه سیمو په سلګونو راکټونه ور ویشتي دي.

اسرایل دعوه کړې ده چې د حماس د کنټرول لاندې سیمو کې یې د ډلې د راکټي بریدونو لانچنګ پېډونه، د تنظیم دفترونه او د پلویانو کورونه یې په هدف کړي دي چې پکې د ډلې یوشمېر اهممشران وژلی شوي دي.

مطبوعاتو ویلي دي چې د اسریل په حملو کې په غزه کې ګڼ چته یو لویه وداني په مکمله توګه تباه شوې او ورسره نورو ودانیو ته هم زیانونه اوړیدلی دي خو ویلي شوي چې له بریدونو وړاندې خلکو ته ددغه ودانو خالي کولو خبرداری ورکړی شوی و.

په غزه کې د صحت وزارت د 13 ماشومانو په شمول د لږ تر لږه 43 کسانو د مړینې تصدیق کړی دی او چارواکو ویلي په دغه بریدونو کې د 200 نه زیات فلسطینیان ژوبل شوي دي.

بل پلو ته حماس ویلي دي چې د اسریل په تل ابیب او بیر شیبه سیمویې 210 راکټونه ورغورځولي دي.

چارواکو مطبوعاتو ته ویلي دي چې د شپې په وخت د حماس په راکټي بریدونو کې 5 اسرایلي وګړي وژلی شوي دي چې پکې درې ښځې او یو ماشوم شامل دی او په بریدونو کې په لسګونو نور ژوبل شوي هم دي.

د اسرایل وزیراعظم بنجمن نېتن یاهو ویلي دي چې په غزه پټۍ کې به د حماس او اسلامک جهاد ډلو خلاف بریدونه نور هم زیاتوي او داسې ځواب به ورکړي چې دوی یې سوچ هم نشي کولی.

اسرایل ویلي چې د غزه سرحد ته به 5000 عسکر ورلېږي چې دغه سیمه کې واک په ځای کړي. د اسرایل وزیراعظم ویلي نور بریدونه ورته د زغملو وړ نه دي.

د حماس ویاند ابوعبېده بیا ویلي دي چې د راکټونو بریدونه یې د اسرایل لخوا د تشدد او د مبینه جنایتونو په ځواب کې کړي دي.

د اسرایل په لد نومې سیمه کې د عرب اقلیتي ټولنې په سلګونو خلکو د اسرایلي بریدونو خلاف پرتشدده احتجاجونه کړي دي چې پکې د هېبرون په سیمه کې د کډوال کېمپ یو عرب فلسطینی ماشوم وژلی شوی او یو عرب ځوان کلن بیا یو یهودي تن وژلی دی.

ددې ترڅنګ احتجاج کونکو د یهودیانو یوشمېر عبادت خانو ته زیان اړولی دی چې له وجې یې د اسرایل وزیر اعظم په سیمه کې بېړنې حالت په ځای کړی دی.

دا په کال 2014 کې په غزه کې د لویې جکړې وروسته د فلسطینیانو د وسلوالې ډلې حماس او اسرایل ترمنځه تر ټولو لویه خونړۍ جګړه ده چې د یروشلم د واک لپاره کېږي.

امریکا، ملګرو ملتونو او د عرب لیګ په شمول د نړۍ یوشمېر هېوادونو په مېنځني ختیز کې د حماس ډلې او اسرایلي ځواکونو په زیاتېدونکې جګړې فکر مندۍ ښودلي او په دواړو خواو یې د جنګ ودرولو غږ کړی دی.

د وايټ هاوس ویاندې جن ساکي د نهې په ورځ د حماس او نورو ترهګره ډلو لخوا په اسرایل د راکټونو بریدونه غندلي دي او ویلي یې دي چې د جوبایډن حکومت د خپلو خلکو ددفاع د پاره د اسرایل لخوا پورته کړی شوي ګامونه جاېز بلي او دا چې امریکا د سلګونو کالو زړې شخړې حل په دوه ریاستي سوچ کې ویني.

جن ساکي ویلي دي چې فلسطینیان او اسرایلي خلک دواړه د ازادانه ژوند، خپلواکۍ او احترام حق لري او د بایډن انتظاميي په دې وروستیو اوونیو کې د سیمې نه د سلګونو کلنو اباد فلسطیني خاندانونو اوخکلو ګام د جګړې ختمولو په لړ کې زمونږه د شخړې د حل سوچ ته زیان رسوي.

د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل نن د شورو چهارشنبې په ورځ په دې مسله د بندو دروازو په شا د غونډې رابللو منصوبه لري خو امریکا غواړي په دې اړه بیان ورکړي او د غونډې وروسته کېدو هسې کېږې چې له وجې یې د دروازې په شا روانو هڅو ته زیان اوختی شي.

XS
SM
MD
LG