لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل وایي حماس سره پر تړون عمل به جمعې ته پیل شي خو قطر یې نن امکان څرګند کړی


اسرایل وایي له حماس سره پر شوي تړون به لږ تر لږه د جمعې په ورځ عمل پیل شوي، خو قطر د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي د اسرایل او حماس ترمنځ د جګړې د درېدو او د یرغمل شویو او بندیانو د خوشي کولو په اړه اعلان به نن د ورځې ناوخته وشي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري وایي، "د ډزبندۍ تړون به په راتلونکو ساعتونو کې بشپړ شي".

د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وایي صدر جو بایډن د اسرایل او حماس تر منځ د بشردوستان وقفې په تړون کې "په شخصي توګه شامل" وو، چې په بنیاد به یې د حماس په یرغمل کړو کسانو کې 50 را خوشي‌ کېږي.

جان کربي له وي او اې سره په تازه مرکه کې دا خبره رد کړه چې ګوندې چین هم د اسرایل او حماس تر منځ جګړې په ختمولو کې سفارتي هڅې کړې دي. څېړونکي وایي د بېجنګ د دې هڅې مقصد دا دی چې په منځني‌ ختیځ کې تر امریکې زیات امن راوستونکی ثابت کړي.

د اسرایل د ملي امنيت مشر زېچي هنيګبي د شورو یا چهارشنبې په ورځ ناوخته ويلي، په غزه کې د حماس د وسله والو لخوا يرغمل شوو کسانو کې د لومړیو کسانو خوشي کېدل د جمعې تر ورځې پورې ځنډېدلي دي.

هغه ويلي، د خوشي کېدو عمل به د دواړو خواو ترمنځ د اصلي تړون ترمخه پېل کيږي او دا به د جمعې نه وړاندې نه وي.

د اسرايل مشير د وروستو والي وجه نه ده ویلې او نه دا په ډاګه شوې چې اسرایل به په غزه کې په خپلو حملو کې د څلورو ورځو وقفه کله پېلوي، وړاندې ویل شوي وو دغه وقفه د دواړو خواو ترمنځ د تړون برخه وه او جنګ بندي به د زيارت د سهار لسو بجو څخه پېل کېده.

له قطر سره د دغو خبرو په لړ کې امريکې او مصر مرسته کړې ده.

حماس ويلي وو په راتلونکو ورځو کې به 50 ښځې او ماشومان خوشي کړي او اسرايل به 150 فلسطينيان ازاد کړي.

په خوشي کېدونکو کې د چا پېژندګلو نه ده شوې خو امريکايي چارواکو ويلي، دوی فکر کوي له حماس څخه خوشي کېدونکو کې به نهه امریکايان هم شامل وي.

د شورو په ورځ هم جګړه روانه وه په غزه کې چاودنې ليدل شوي او حماس په اسرايل ميزايلي داغلي دي.

د رپورټونو ترمخه يو هوايي بريد په جنوبي غزه د خان يونس په يوه علاقه کې په يو کور شوی 17 کسان پکې وژل شوي او په شمالي غزه کې 60 مړي يا جسدونه او د 200 پورې ژوبل کسان د کمال عدوان روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د روغتون ډاکټر احمد الکهلوت الجزيره ټي وي ته ويلي، د جنرېټرو چلولو دپاره د خوراک تېل استعمالوي.

په مينځنۍ غزه کې د الاقصا شهدا روغتون ويلي، له بمبارۍ وروسته د شپې په مهال 128 جسدونه راوړل شوي او دا شمېره د نهې د شپې په دوه هومرې ده.

اسرایل د حماس د ځپلو لپاره پوځي عمليات وروسته له هغې پېل کړي چې په اووم اکتوبر د حماس وسله وال د اسرایل جنوب ته نننوتي، د اسرايل په وينا 1200 اسرايليان یې وژلي او 240 یې يرغمال کړي وو.

په غزه کې د صحت چارواکو ويلي، د اسرايل په ځوابي بريدونو کې د پينځه زرو ماشومانو په ګډون 13000 فلسطينيان وژل شوي دي.

د امریکې صدر جوبايډن د قطر د شېخ تميم بن حماد الثاني او د قطر د صدر عبدالفتح السيسي ستاينه کړې چې په تړون کې یې مرسته کړې ده.

صدر بايډن د اسرایل د وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو ژمنه هم ستايلي چې په جګړه کې به اوږده وقفه وکړي او دا تړون به يقيني کړي چې په غزه کې معصومه فلسطينيانو ته نورې بشري مرستې ورسي او د دوی مشکلات به راکم کړي.

خو نېتن ياهو ويلي، اسرايل به د جنګ بندۍ وروسته بيا جګړه پېل کوي او تر څو چې دوی خپل اهداف نه وي ترلاسه کړي پشمول د حماس د جګړې د توان او واکمنۍ د تباه کولو، او يرغمال شوو د بيرته راوستو پورې به یې جګړه روانه وي.

برتانيې، فرانس، چين او روس په ګډون څو هيوادونو د تړون هرکلی کړی دی.

د قطر شېخ تميم الثاني هيله څرګنده کړې دغه تړون به د مستقل جنګ بندۍ او د اسرایل او حماس د شخړې هوارولو دپاره د سنجيده مزاکراتو سبب وګرځي.

اسرايل ويلي، د حماس لخوا د نورو لسو يرغماليانو خوشي کولو په بدل کې د څلورو ورځو وقفه د يوې بلې ورځې دپاره سېوا کولی شي.

د اسرایل پوځ ویلي، د جګړې د پېل کېدو راهسې یې په لويدیځه غاړه کې د 1850 نه زيات فلسطينيان د حماس د غړيتوب په شک کې نيولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر ویلي، د نهې په ورځ نور 79 ټرکونه فلسطيني انکلېو ته رسېدلي دي، او په تيره میاشت کې د ټولو رسېدلو امدادي ټرکونو شمېره 1399 ته رسېدلې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG