د ایراني ولس سره د روابطو برابرولو دپاره د اسرائیل حکومتي ریډیو په فارسۍ ژبه کې خپل نشریات بیا پېل کړل، دا په داسې مهال د دواړه هېوادونه په خپله دفاع کې په بل د حملې دړکې کوي او رهبران یې د یو بل په ضد سخته بیان بازي کوي.
د اسرائیلي ریډیو د فارسۍ خپرونې مشر ۴٣ کلن نېټینل توبیان دی چې ٣٠ کاله وړاندې یې د خپلې کورنۍ سره د ایران د اصفهان ښار نه اسرائیل ته هجرت کړی دی.
د ښاغلي توبیان کورنۍ په ایران د اسلامي انقلاب ورسته په داسې حال کې هجرت وکړو چې په ایران د یهودیانو مخالفت مخ په زیاتېدو و.
د اسرائیل ریډیو د فارسۍ نشریات د جنورۍ په میاشت کې د اتو میاشت د بندیز ورسته بیا پېل کړې دي.
د اسرئیل او ایران ترمنځ تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.
د مارچ د میاشت په وړمبۍ نېټه د ایران تر ټولو لوې روحانی مشر ایت الله علي خامنايي د شام نه ایران ته ورغلیو کسانو ته وویل چې هغه په کال ٢٠١٥ م کې دا پیش گويي کړې ده چې په اینده ٢٥ کلونو کې به د اسرائیل وجود ختمیږي. "ما ویلي چې تاسو (اسرائیل) به اینده ٢٥ کلونه نه وینئ. د الله په مهربانۍ دغه ورځ به راځي." د ښاغلي خامنايي ددغه وینا وډیو په انټرنیټ خپره کړی شوي ده.
د علي خامنايي د وینا نه پنځه ورځې ورسته، د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو په واشنگټن کې د اسرائیل پلوه تنظیم ای پېک غونډې ته وویل چې دا ژمنه یې کړې ده چې ایران به اېټمي وسله ترلاسه کولو ته نه پرېږدي. هغه د یوې تاریخي واقعې په حواله وویل چې یهودیانو د ختمولو د پخواني فارسي تهذیب کوښښونه هم د ناکامۍ سره مخ شوي وو او اوس به هم ناکامه کیږي.
اسرائیلي وزیراعظم د ایراني ولس سره د یوالي څرگندونه وکړه او وې ویل "مونږ په ایران کې د هغه خلکو سره یوو چې د ازادۍ دپاره ودریدلې دي."
د اسرائیلي ریډیو د فارسۍ خپرونې هم ایراني ولس ته د اسرائیل د ځان د رسولو کوښښ په څیر کتنه کیږي.