لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ایران د راکټو په بدل کې اسرائیل په شام کې په ایراني هدفونو بمباري کړې


په گولان غوډنۍ باندې گمارل شوي د اسرائیل عسکر

اسرائیلي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په شام کې د ایران په پوځي هدفونو درنه بمباري کړې ده او ویلي یې دي چې دغه بریدونه یې د اسرائیل په قبضه کې په گولان غونډۍ د ایران د راکټو د حملې په جواب کې کړې دي. د دواړو حریف هېوادونو ترمنځ دا تر دا وخت تر ټولو سنگېنه جگړه گڼل کیږي.

د اسرائیل د فاع وزیر اېویگډور لیبرمین وویل "که په مونږ باران کیږي نو په هغوی (ایرانیانو) به سیلاب ورځي."

اسرائیل ویلي په شام کې د ایراني هدفونو پرضد عملیات یې د کال نونسوه درې اویایم د منځني ختیځ د جنگ ورسته وړمبۍ لوې حملې وې.

د ایسوسي ایټېډ پرېس خبري اداره وايي که چېرې په شام کې د اسرائیل او د ایران ترمنځ جنگ زیاتیږي نو حزب الله ملیشیا او لبنان به هم پکې راښکیل شي چې د سیمې دپاره به تباه کن نتیجې ولري، خو فریقینو لږ تر لږه تر دا وخت جگړه محدوده ساتلې ده.

ای پي وايي د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره د ایټمي معاهدې د ماتلولو فیصلې هم اسرائیل زړه ور کړی دی او په یو مربوط ډول یې د ایران خلاف پوځي عملیات تند کړې دي.

د اسرائیل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په شام کې یې د ایران ټول پوځي اسانتیاوې وهلي دي.

د اسرائیلي بمبارۍ نه وړاندې ایران په گولان غونډیو کې د اسرائیل په پوځي هدفونو راکټې ورولې وي. اسرائیل د کال ١٩٦٧ په جنگ کې د گولان غونډۍ نیولې دي. دا وړمبي ځل دی چې اسرائیل په ایران په اسرائیلي خاوره د نیغ په نیغه حملې تور لگولی دی.

د ایران مطبوعاتو ایراني حمله بې مثاله بولي خو په حکومتي کچه پرې ایراني چارواکو خبره نه ده کړې.

ایران په وار وار ویلي چې په شام کې په ایراني هدفونو د اسرائیل د حملو بدل به اخلي خو داسې ښکاري چې ایران په جواب کې د احتیاط نه کار اخلي او په مرکزي اسرائیل د گزار پرځای یې د گولان غونډۍ په راکټو ویشتي.

اسرائیل په کال ١٩٨١ م د گولان غونډې په خپل هېواد کې شاملې کړې دي خو نړيواله ټولنه دا گام نه تسلیموي نو ځکه د گولان غونډۍ مقبوضه علاقه گڼل کیږي.

اسرائیل ویلي په شام کې یې د ایراني پوځ د وسلتون او استخباراتي مرکزونه په نخښه کړې دي او د شامي پوځ د هوايي دفاعي نظام ته یې هم نقصان رسولی دی. اسرائیل ویلي په هوايي جهازونو یې درنې ډزې شوي خو یو الوتکه یې هم نه ده لگیدلې.

د شام پوځ په اسرائیلي بمبارۍ کې د دریو کسانو د وژل کیدو او د وسلې د یوې ذخېرې د تباه کیدو تصدیق کړی دی.

په برطانیه کې مېشته د شام د انساني حقونو ډلې سیرین ابزرویټري فار هیومن رایټس ویلي په اسرائیلي حمله کې ٢٣ وسلوال وژل شوي دي چې پنځه پکې د شام عسکر وو خو دا نه ده معلومه چې ایا په وژل شوو کسانو ایرانیان هم وو او که نا؟

په واشنگټن کې وایټ هاوس په اسرائیل د ایران د راکټو د حملې غندنه وکړه او وې ویل چې اسرائیل د خپلې دفاع حق لري بل اړخ ته روس وویل چې اسرائیلي بمباري په جگړه کې خطرناک زیاتوالی ښايي او په اسرائیل او ایران یې غږ وکړو چې د یو بل د راپارولو نه دې ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG