لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي وزیر وايي پاکستان په هغو ملکونو کې نه دی چې اسرایل به ورسره تعلقات ولري


بلخوا پاکستان ویلي اسرایل د تسلیموولو دپاره پرې هیڅ رقم فشار نشته اؤ ترڅو چې دفلسطین ستونزه هواره شوي نه وي پاکستان به اسرایل په رسمیت نه مني
بلخوا پاکستان ویلي اسرایل د تسلیموولو دپاره پرې هیڅ رقم فشار نشته اؤ ترڅو چې دفلسطین ستونزه هواره شوي نه وي پاکستان به اسرایل په رسمیت نه مني

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت په باقي پاتې وخت کې اسرایل د پنځم اسلامي ملک سره تعلقاتو په قایموولو کار شروع کړی دی او ممکنه ده چې دغه ملک په اېشیا کې وي خو دغه ملک پاکستان پکې شامل نه دی. دا خبره رویټرز خبري ادارې د یو اسرایلي وزیر له قوله رپورټ کړې ده.

د صدر ټرمپ د حکومت په مهال اسرایل تر دا وخت څلورو اسلامي ملکونو سره چې پکې متحده عرب امارات، بحرین، مراکش او سوډان شامل دي سفارتي تعلقات قایم کړي دي.

د صدر ټرمپ د صدارت مېعاد د جنورۍ په شلمه نېټه سر ته رسېږي.

رویټرز خبري اداره وايي د اسرایل د سیمه ايزې همکارۍ دپاره وزیر اوفېر اکونیس نه د اسرایل واي نېټ ټي وي په مرکه کې پوښتنه وشوه چې ایا داسې څه امکان شته چې د ډانلډ ټرمپ د صدارت په باقي پاتې وخت کې اسرایل د کوم پنځم اسلامي ملک سره هم تعلقات قایم کړي؟ نو هغه وویل "مونږ په دغه لوري کار کوو."

هغه وویل اسرایل سره د بل اسلامي ملک د تعلقاتو په اړه اعلان په امریکا کوي.

اکونیس وویل دا وخت دوو ملکونو سره د اسرایل د تعلقاتو جوړېدو امکان دی، یو په منځني ختیځ کې دی او بل په اېشیا کې. هغه وویل په منځني ختیځ کې اومان او په اېشیا کې "یو مسلمان ملک دی چې وړوکی نه دی" خو دا ملک پاکستان نه دی.

انډونېشیا تېره هفته وویل چې تر څو د فلسطيني ریاست فېصله نه وي شوي تر هغه وخت به اسرایل سره تعلقات نه قایموي. رویټرز وايي ملېشیا هم دغه ډول تګلاره اعلان کړي ده. بنګله دېش هم ویلي په موجوده وخت کې اسرایل سره سفارتي تعلقاتو کې دلچسپي نه لري.

رويټرز وايي اومان اسلامي ملکونو سره د اسرایل په تعلقاتو کې د امریکې د سفارتکارۍ ستاینه کړي خو اسرایل سره د خپلو تعلقاتو په امکان یې څه نه دي ویلي.

بلخوا پاکستان ویلي اسرایل د تسلیموولو دپاره پرې هیڅ رقم فشار نشته اؤ ترڅو چې دفلسطین ستونزه هواره شوي نه وي پاکستان به اسرایل په رسمیت نه مني.

تر دې وړاندې هم دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند زاهد حفیظ چوهدري مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې پاکستان د اسرائیل په رسمیت دمنلو په هیڅ یو وړاندیز غور نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG