لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل غزه باندې حملې ته نزدې شوی


اسرائیلي ټینکونه او نور بکتر بند گاډې د غزه سره نزدې لیدل کیږي. د اسرائیل پوځي ترجمان ویلي د ممکنه ځمکنۍ حملې دپاره به اضافي عسکر بهرتي کولی شی
اسرائیلي ټینکونه او نور بکتر بند گاډې د غزه سره نزدې لیدل کیږي. د اسرائیل پوځي ترجمان ویلي د ممکنه ځمکنۍ حملې دپاره به اضافي عسکر بهرتي کولی شی

اسرائیل د نهې په ورځ په غزه هوائي حملې کړې دي او غزه نه د راکټو حملې ودرولو دپاره يي ځان د ځمکني عملیاتو ته تیار کړی دی.

د اسرئیل د دفاع مشر موشی یالون ویلې اسرائیل غزه کې د حماس وسله والو خلاف داسې قسمه کاروائي ته تیار دی چې په څو ورځو کې سرته نشې رسیدلې. په عین حال کې اسرائیلي کابینې پوځ ته اجازت ورکړی چې ۴٠٠٠٠ اضافې نفرې دي تیاره کړي. ١٥٠٠ عسکر د وړاندې نه تیار کړی شوي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي هوائي حملې د اپریشن پروټکټیو ایج په نوم د کاروائي برخه ده چې پکې ٩٠ هدفونه ویشتل شوي. په دغه هدفونو کې کورونه او د راکټو ویشتلو ځایونه شامل دي.

فلسطیني چارواکو ویلي هوائي حملو کې ١١ کسان وژل شوي چې پکې دوه ماشومان هم شامل دي.

د اسرائیل صدر شېمون پریز ویلي اسرائیل سره د حماس د راکټو جواب ورکولو پرته بله کومه چاره نه وه.

او د حماس ترجمان ویلي فلسطینیان به د اسرائیلې یرغل مخه نیسي.

اسرائیلي ټینکونه او نور بکتر بند گاډې د غزه سره نزدې لیدل کیږي. د اسرائیل پوځي ترجمان ویلي د ممکنه ځمکنۍ حملې دپاره به اضافي عسکر بهرتي کولی شی.

اسرائیل ویلي د نهې په ورځ جنوبي اسرائیل باندې اته راکټونه ویشتل شوي دي او د گل په ورځ ٨٠ راکټې په اسرائیل راورول شوي وې.

د امریکې صدر براک اوباما په اسرائیلیانو او فلسطینیانو غږ کړی چې د صبر او عقل نه دې کار واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG