لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیلي هوائي حملې غزه کې ٢ جنگیالي وژلې


د راکټ حملو پرضد د اسرائیل آئیرن ډوم په نوم دفاعي نظام
د راکټ حملو پرضد د اسرائیل آئیرن ډوم په نوم دفاعي نظام

د اسرئیل جنگي جهازونو د اتوار په ورځ د فلسطین غزه پټۍ کې بمباري کړې ده او دوه جنگیالي يي وژلې دي. غزه کې حمله په داسې وخت شوې چې د اسرائیل فوج غزه نه ویشتل شوې راکټونه راغورځولو د پاره نوی دفاعي نظام پرځائی کړی دی.

اسلامک جهاد نومې فلسطیني ډلې وئیلې غزه کې وژل شوې دواړه کسان د دغه تنظیم غړی وو.

د فرانس خبرې ادارې ای ایف پې وئیلې د اسرائیل د فوج ترجمانې په غزه د حملې تصدیق کړی دی او وئیلې دي چې د اسرائیل جنگي هوائي جهاز یو ترهگر ډله په نخښه کړې ده چې په اسرائیل د راکټ ویشتلو تیاری یي کولو.

تیره هفته کې د اسرائیل او فلسطین په منځ کې تاؤتریخوالی زیات شوی دی. فلسطیني جنگیالو په اسرائیل د راکټو حملې کړې او اسرائیل په جواب کې هوائي حملې کړې دي.

د راکټ په ضد خپل فاعي نظام په حقله د اسرائیل فوج وئیلې د ائیرن ډوم یا د اوسپنې گومبت په نوم د دفاعي نظام به د اتوار په ورځ پرځائې کوي. اسرائیل وئیلې دغه نظام د پنځه نه واخلي تر د ٧٠ کلومیټرو پورې ساحه کې ویشتل شوی راکټ په نخښه کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG