لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرائیل په پوله د فلسطینیانو په احتجاج کې یو کس وژل شوی دی


د غزه سره د اسرئیل په پوله مامور یو اسرائیلي پوځي
د غزه سره د اسرئیل په پوله مامور یو اسرائیلي پوځي

د اسرائیل او د فلسطین د غزه په پوله د جمعې په ورځ د فلسطینیانو د احتجاجونو په مهال د اسرائیلي ځواکونو په ډزو یو تن ووژل شو.

د غزه د صحت وزارت وویل وژل شوی تن ٢۴ کلن وو چې د احتجاج په مهال په ډزو ولگېدو. وزارت وویل ٣٠ نورو کسان په ډزو زخمیان شوې دي.

د اسرائیل یو پوځي ترجمان وویل اسرائیلي ځواکونو هغه وخت ډزې پېل کړې کله چې ځیني احتجاج کونکي په پوله لگېدلي کټارې ته نژدې شول.

فلسطینیان د غزه د اسرائیل سره په پوله د تېریو څو میاشتو راهسې هره جمعه احتجاجونه کوي.

یوه هفته وړاندې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د ډزبندۍ وروسته دا جمعه د اسرئیل په پوله په احتجاجونو کې د تشدد کچه په تېرو څو کلونو کې تر ټولو زیاته وه. د ډز بندۍ نه وړاندې د اسرائیل او حماس په جگړه کې ٢٩ فلسطنیان او څلور اسرائیلیان وژل شوې دي.

په غزه کې د اسرائیل په پوله د کال ٢٠١٨ راهسې د حماس ډلې په انتظام احتجاجونه کېږي چې پکې تر اوسه د ٢٠٠ نه زیات فلسطینیان وژل شوې دي.

فلسطنیان غوښتنه کوي چې اسرائیل دې د غزه محاصره ختمه کړي. اسرائیل وايي فلسطینیان د مظاهرو په شا په اسرائیل حملې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG