لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزه سکول کې اسرائیلي بمبارۍ ١٠ کسان وژلې


اسرائیل ویلي د ملگرو ملتونو ودانو سره نزې د راکټو حملو په ځواب کې يي کاروائي کړې ده
اسرائیل ویلي د ملگرو ملتونو ودانو سره نزې د راکټو حملو په ځواب کې يي کاروائي کړې ده

غزه کې د ملگرو ملتونو سکول کې د اسرائیل د بمبارۍ په نتیجه کې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوي او ٣٥ نور زخمیان شوې دي. د ملگرو ملتونو یو چارواکې ویلي جاني تلافات سکول سره نزدې د اسرائیل هوائي بمبارۍ دلاسه رامځنته شوې دي.

د عیني شاهدینو دوینا ترمخه، رفا کې چاودنه په داسې وخت شوې چې خلک د خوارکي امداد ترلاسه کولو دپاره په قطار کې ولاړ وو. عیني شاهدین وايي د چاودنې ورسته په ځمکه گڼ شمیر خلک او ماشومان په وینو کې لت پت پراته وو.

اسرائیلي پوځ په سمدستي توگه د پېښې په هکله څه نه دي ویلي.

په تیرو لسو ورځو کې د ملگرو ملتونو په دریو سکولونو حملې شوې دي چې په نړي واله کچه يي غندنه شوي ده.

اسرائیل ویلي د ملگرو ملتونو ودانو سره نزې د راکټو حملو په ځواب کې يي کاروائي کړې ده. فلسطیني مهاجرینو دپاره د ملگرو ملتونو د ادارې ترجمان ویلي غزه کې د روان جنگ نه بچ کیدو دپاره ٣٠٠٠ کسان د ملگرو ملتونو په سکول کې پناه اخیستې ده.

په سکول هوائی حمله په داسې وخت شوي چې اسرائیل ځېنې عسکر پشا کړي او بل ځائې يي پرځائې کړې دي. د اسرائیل پوځي ترجمان ویلي د حماس سرنگانو د تباه کولو کار سر ته رسیدونکی دی.

اسرائیلي ویلی حماس به ددغه سرنگانو د لارې اسرائیل ته وسله وال لیږل.

مصر کې د امریکائي او مصري چارواکو سره د خبرو اترو دپاره فلسطیني ډله قاهرې ته رسیدلې ده. اسرائیل ویلي امن مذاکراتو دپاره به مصر ته کوم استازی نه لیږي اسرائیل ویلي حماس ددې نه وړاندې د ډزبندۍ خلاف ورزي کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG