لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

له حماس سره د ډزبندۍ پر سر اسرائیلي دفاع وزیر استعفا ورکړه


په غزه د اسرائیلي بمبارۍ یو تصویر

د فلسطیني وسلوالې ډلې حماس سره د اسرائیل د ډزبندۍ وروسته د اسرائیل د دفاع وزیر اوېگډور لېبرمین د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خپلې چوکۍ نه د استعفا اعلان وکړو.

لیبرمېن یو شمېر هغو خلکو کې شامل دی چې د مصر په منځگړيتوب د اسرائیل او د حماس د ډزبندۍ مخالفت کوي او وايي اسرائیل ته پکار دي چې په غزه کې د حماس حملو ته په زیات شدت جواب ووايي.

د حماس سره د اسرئیل د لوظنامې په اړه لیبرمین د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل "دا ترهگرۍ ته تسلیمېدل دي."

د لیبرمین د استعفا نه وړاندې د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د څو ورځو د خونړیو نښتو وروسته په غزه د حملو ودرولو دفاع وکړه او وې ویل "زمونږ دښمنانو د ډزبندۍ سوال کولو او ورته معلومه ده چې ولې."

په غزه کې وسلوالو ۴٦٠ راکټونه او مارټرې په اسرائیل ور ویشتلې او په جواب کې اسرائیل په غزه کې په ١٦٠ هدفونو هوايي حملې وکړې. په جگړه کې پنځه وسلوال او دوه نور تنان ووژل شو. په اسرائیل د راکټو په حملو کې یو اسرائیلي شهري ووژل شو او درې نور زخمیان شول.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ اسرائیل په غزه کې پوځي عملیات وکړل چې پکې یو اسرائیلي پوځي او اووه فلسطینیان ووژل شو.

د منځني ختیځ دپاره د ملگرو ملتونو استازي نکولايي ملادینوو ټولو فریقینو غږ کړی چې د تشدد مخه دې وینسي.

XS
SM
MD
LG