لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسرائیل به په وړمبي پړاؤ ٢٦ فلسطینيان ازادوي


د فلسطیني قیدي فیرس بارود مور چې د فلسطیني قیدیانو د ازادیدو په حکله د اوریدو ورسته د خپل ځوې تصویر ښکولوي
فلسطیني مرکچې صائب اراکات ویلي اسرائیل به په وړمبي پړاؤ ٢٦ فلسطینیان د خپلو زندانانونه ددې میاشت په ١٣ مه نیټه ازادوي، چې د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ د امن مذاکراتو په لړ کې یو گام گڼلی کیږي.
فلسطینیانو سره د امن مذاکراتو د پاره د لار هوارولو په لړ کې اسرائیل د ډیر وخت راهسې خپل زندانونو کې قید د ١٠۴ فلسطینیانو د ازادولو اعلان کړی وو.
د اسرائیل او فلسطینیانو په منځ کې مزاکرات تیره هفته واشنگټن کې شوي دي چې پکې دواړو فریقینو د امن مذاکراتو لړۍ په بیا شورو کولو اتفاق ترلاسه کړی دی.
د واشنگټن په مذاکراتو کې د اسرئیل نمائندگي د اسرائیل د انصاف وزیرې زپي لیوني او د فلسطینی ډلې مشري صائب ارکات کوله.
د فلسطیني قیدیانو د ازادولو په حکله زپې لیوني ویلي دا به په مرحله وار ډول ترسره کیږي چې شرط به يي دا وي چې فلسطینیان به مذاکراتو خپله سنجیدگي ښائي.
صائب اراکات ویلي د فلسطیني قیدیانو وړمبۍ ډله به د اگست د میاشت په ١٣ مه نیټه ازادولی شي.
خپلې کابینې نه د قیدیانو د ازادولو فیصله منظورو په لړ کې د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د سخت مخالفت سره مخ شوی وو خو هغه ویلي د امن لپاره دا ضروري گام دی.
فلسطیني صدر محمود عباس ویلي د خبرو اترو پرمختگ لپاره اسرائیل باید فلسطیني قیدیان ازاد کړي. د اسرائیل میډیا ویلي فلسطیني قیدیانو کې داسې کسان هم شامل دي چې څو لسیزې وړاندې د اسرائیل امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو خلاف خونړۍ حملو په سر ورته سزا گانې ورکړی شوي دي.
XS
SM
MD
LG