لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیلي کابینې د ١٠۴ فلسطیني قیدیانو ازادولو منظوري ورکړې ده


د امریکې خارجه وزیر جان کیري د منځني ختیز په ورستي سفر کې د فلسطین صدر محمود عباس سره خبرې اترې کوي
د امریکې خارجه وزیر جان کیري د منځني ختیز په ورستي سفر کې د فلسطین صدر محمود عباس سره خبرې اترې کوي
د اسرائیل کابینې د هاغه ١٠۴ فلسطینیانو د ازادولو منظوري ورکړې ده چې د ډیر وخت راهسې د اسرائیل په قید کې دي.
د اسرائیل ددغه ممکنه اقدام په نتیجه کې به د اسرائیل او فلسطینیانو منځ کې د امن مزاکراتو بیا شورو کیدو په لار کې یو خنډ لمنځه لرې شي. د دواړو فریقینو مزاکرات د پنځه ؤ کالو راهسې د ځنډ ښکار دي.
د اتوار په ورځ د اسرائیل کابینې د ١٣ په مقابله کې په ٧ ؤ ووټونو د فلسطیني قیدیانو ازادي منظوره کړه.
د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو په خپلو وزیرانوغږ وکړو چې فلسطینیانو سره د مزاکراتو بیا شورو کولو د پاره د قیدیانو ازادول ضروري گام دی.
د کابینې دواؤ وزیرانو د فلسطینیانو د ازادولو مخالفت ووکړو.
کابینې وویل چې فلسطیني قیدیان به په راتلونکو څو میاشتو کې په څلورو مرحلو کې ازادولی شي او هره مرحله به مزاکراتو کې پرمختگ سره تړلې وي.
د فلسطینیانو د فهرست ترمخه، د اسرائیل په قید کې بند فلسطینیانو د ١٩ نه تر د ٣٠ ؤ کالو پورې موده د اسرائیل په زندانونو کې تیره کړې ده او پې د اسرائیل خلاف د خونړۍ حملو الزامات لگول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG