لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په غزه کې د تشدد په تازه پېښو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي


اسرایلي پوځ وویل تر ١۴٠٠٠ فلسطینیان د اسرائیل پولې سره جمع شوي وو چې کاڼي یې ویشتل، ټایرونو ته یې اورونه واچولي وو، د اور بمونه یې چلول او د پولې پورې غاړه په اسرئیل کې میشته اسرائیلي پوځیان یې په لاسې بمونو، گرینډونو، ویشتل

د غزه په تړانگه کې د جمعې په ورځ د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي دې چې ای پي خبري اداري وايي د اسرائیل او غزه په پوله د تېرو څو میاشتو راهسې روانو د فلسطینیانو د احتجاجونو تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

د فلسطینیانو د غزه تړانگې د صحت وزارت وویل څلور فلسطینیان د اسرائیل سره د اغزن تار خوا ته په یوه پېښه کې ووژل شو چرته چې د اسرائیل پوځ وویل په داسې حال کې یې ډزې وکړې چې فلسطیني احتجاج کونکو په پوله لگېدلې ازغن تار مات کړو او د اسرایلي پوځ یو پوسټ ته نژدې ورغلل. پېښه کې اسرئیلې پوځ ته مرگ ژوبله نه ده اوړېدلې.

د غزه د صحت وزارت وویل دوه نور فلسطینیان په نورو ځایونو کې په احتجاجونو کې ووژل شو او تر د ١۴٠ پورې کسان په ډزو زخمیان شول.

اسرایلي پوځ وویل تر ١۴٠٠٠ فلسطینیان د اسرائیل پولې سره جمع شوي وو چې کاڼي یې ویشتل، ټایرونو ته یې اورونه واچولي وو، د اور بمونه یې چلول او د پولې پورې غاړه په اسرئیل کې میشته اسرائیلي پوځیان یې په لاسې بمونو، گرینډونو، ویشتل.

د مارچ د میاشت راهسې شا او خوا هره هفته په غزه کې د اسرائیل سره په پوله فلسطینیان احتجاجونه کوي او غوښتنه کوي چې په غزه د اسرائیل او مصر محاصره ختمه کړی شي. ویل کیږي چې د احتجاجونو انتظام حماس ډله کوي چې د کال ٢٠٠٧ راهسې یې د غزه انتظام په لاس کې اخیستی دی.

د حماس مشر اسماعیل هنیه د غزه ښار په ختیځه برخه کې په احتجاج کې برخه واخیسته او وې ویل د فلسطیني ولس عزم به په غزه لگېدلي محاصره ختمه کړي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي کله راهسې چې په غزه کې د اسرائیل په پوله احتجاجونه پېل شوې، د ١٥٠ نه زیات فلسطینیان وژل شوې دي او د می په میاشت کې په یوه ورځ ٦٠ فلسطینیان ووژل شو چې د دواړو فریقینو ترمنځ د کال ٢٠١۴ راهسې د جنگ تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

ای پي وايي په غزه د محاصرې دلاسه د حماس انتظامې ادارې ته سخت نقصان رسیدلی دی، په غزه کې د ورځې یوازې څلور گنټې بجلي وي، په سیمه کې د بې روزگارۍ شرح د ٥٠ فیصد نه زیاته ده او د نلونو اوبه د څښلو وړ نه دي. په غزه کې دوه مېلینه خلک ژوند کوي.

ملگرو ملتونو دا هفته د غزه د جنریټرو دپاره د قطر د ډیزلو رسد پېل کړی چې دا رنگ د غزه اوسېدونکو دپاره د بجلۍ پېداوار زیات کړی شي خو جنرېټر لا کار نه دی شروع کړی.

ای پي وايي حماس د اسرائیل سره ډز بندي غواړي او وايي احتجاجونه ځکه کوي چې د اسرائیل سره یې د ډزبندۍ مسله لا نه ده حل.

XS
SM
MD
LG