لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نیټن یاهو: د ملگرو ملتونو د فلسطیني کډوالو څانگه دې ختمه کړی شي


د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو ویلي د ملگرو ملتونو څانگه چې د فلسطیني کډوالو مرسته کوي دا دې ختمه کړی شي.

اسرائیلي وزیراعظم د اتوار، یک شنبې، په ورځ د کابېنې غونډې ته وویل د ملگرو ملتونو د ادارې توجه یوازې په فلسطیني کډوالو ده چې له امله یې مسله د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ شخړه دوام مومي.

د ملگرو متلونو د یو این ریلیف ورکس نومې څانگه د هغه فلسطیني کډوالو سره امداد کوي چې په کال ١٩۴٨ د اسرائیل د قیام په وخت یې خپل کورنه پریښودي وو.

ښاغلي نېټن یاهو وویل د ملگرو ملتونو څانگه "د بیرته تگ د حق بیانيي ته دوام ورکوي چې دا رنگ د اسرائیل وجود لمنځه لاړل شي...نو ځکه د یو این ار ډبلیو ای دې د ماضي برخه شي."

د یو این ریلیف ورکس وايي پنځه میلین فلسطینیان د ادارې مرستو دپاره اهلیت لري.

په موجوده وخت کې یو اشاریه پنځه میلین فلسطیني کډوال چې پکې هغه خلک چې خپل کورونه یې پرېښودي وو او یا د هغوي اولادونه په اردن، لبنان، شام، غربي غاړه او غزه کې په کېمپونو کې ژوند کوي.

فلسطینیان وايي کډوال خپلو کورونو ته د بیرته تگ حق لري خو اسرائیل وايي بیرته تگ د فلسطینیانو حق نه بلکې یوه سیاسي مسله ده چې فریقین به یې د خبرو دلارې حل کوي.

د یو ان ار ډبلیو ای ترجمان کرس گنیس ویلي ترڅو د کډوالو د مسلې "منصفانه او دوام داره" حل نه وي راویستل شوی اداره به یې امداد جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG