لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل په مقبوضه فلسطینې مزکه نوي کورونه منظور کړې


اسرائیل په ویسټ بینک یا د اردی دریاب د غربي ساحل سیمه د کال ١٩٦٧ په جنگ کې قبضه کړه او بیا يي د غیر منقسم دارالحکومت په توگه شرقي یروشلم هم ونیولو. خو د یروشلم دغه حیثیت په نړي واله توگه نه دی تسلیم شوی
اسرائیل په ویسټ بینک یا د اردی دریاب د غربي ساحل سیمه د کال ١٩٦٧ په جنگ کې قبضه کړه او بیا يي د غیر منقسم دارالحکومت په توگه شرقي یروشلم هم ونیولو. خو د یروشلم دغه حیثیت په نړي واله توگه نه دی تسلیم شوی
په داسې مهال چې درې ورځ ورسته د فلسطینیانو سره د امن مذاکرات کیدونکې دي، اسرائیل په مقبوضه فلسطینې مزکه د اسرائیلیانو د پاره د نوي کورونو جوړولو منظورې ورکړې ده.
د اسرئیل هاوسنگ وزیر یورې ایرئیل د اتوار په ورځ نوي کورو ته حتمي منظوري ورکړه. د منصوبې ترمخه، ٨٠٠ نوي کورونه به په ختیز یروشلم کې جوړول کیږی او ۴٠٠ نور به په ویسټ بینک کې ایرئیل، بیتر ایلت، ایفرات او مالیح ادومیم کې جوړول کیږي.
یورې ایریئل د نوي ابادو د پاره هم د اتوار په ورځ ټیکې جاري کړې.
فلسطیني چارواکو د اسرائیل د اعلان غندنه وکړه او د شورو په ورځ د اسرائیلې او فلسطیني مرکچیانو تر منځ په یروشلم کې کیدونکو مذاکراتو وړاندې يي په اسرائیل د بدنینتۍ الزام ولگولو.
فلسطینیان شرقي یروشلم او ویسټ بینک د خپل راتلونکې ریاست برخه گڼي او وايي هلته نوي ابادکاري به دغه سیمې خپل ریاست کې شاملول گرانه کړي.
د صدر براک اوباما د حکومت لخوا د اسرائیل په اعلان په سمدستي توگه څه ردعمل نه دی ښودل شوی خو دا يي نه ده تسلیم کړې چې د اسرائیل ابادکاري په قانوني توگه جائز گام دی.
یورې ایرئیل تنقید رد کړی دی او ویلې یو هیواد هم د بل هیواد احکمات نه مني چې کوم ځائې ابادي کولی شي او کوم ځائې نشې کولی. هغه وویل اسرائیل به د هیواد په مختلفو برخو کې د اباد کارۍ لپاره ټینډرې جاري کوي.
اسرائیل په ویسټ بینک یا د اردی دریاب د غربي ساحل سیمه د کال ١٩٦٧ په جنگ کې قبضه کړه او بیا يي د غیر منقسم دارالحکومت په توگه شرقي یروشلم هم ونیولو. خو د یروشلم دغه حیثیت په نړي واله توگه نه دی تسلیم شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG