لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل به د فلسطین په مغربي غاړه کې ابادۍ ته قانوني حیثیت ورکړي


د فلسطین په مغربي غاړه د حوات گیلات په نوم یهودي ابادي. د نړي والو قوانینو دلاندې د اسرائیل اباد کاري غیرقانوني ده او د امن په لار کې خنډ گڼلی کیږي. فلسطینیان دغه سيمې د خپل اینده ریاست برخه گڼي
د فلسطین په مغربي غاړه د حوات گیلات په نوم یهودي ابادي. د نړي والو قوانینو دلاندې د اسرائیل اباد کاري غیرقانوني ده او د امن په لار کې خنډ گڼلی کیږي. فلسطینیان دغه سيمې د خپل اینده ریاست برخه گڼي

د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو ویلي د یو یهودي مذهبي مشر د قتل په بدل کې به د فلسطین په مغربي غاړه کې یهودي ابادۍ ته قانوني حيثیت ورکړي.

اسرائیلي وزیراعظم د اتوار، یکشنبې، په ورځ د کابېنې غونډې ته وویل حکومت به د حوات گیلات په نوم یهودي ابادۍ ته قانوني شکل ورکړي چې دا رنگ هلته "عادي ژوند دوام ولري."

بېنجمن نیټن یاهو وویل "هغه خلک چې زمونږ جذبه ماتول غواړي او مونږ کمزوري کوي سنگینه غلطي یې کړې ده."

دغه ابادۍ ته د قانوني حيثیت ورسته به ورته حکومت اجازت نامه ورکړي او په بجټ کې به ورته پېسې وټاکي.

اسرائیلي وزیراعظم دغه خبرې د ٣٥ کلن یهودي مذهبي مشر رېزل شیوه د قتل په اړه کړې دي چې د شپږو بچو پلار و او په حوات گیلات کې د خپل کور سره نژدې په ډزو وژل شوی دی.

د هغه په جنازه کې د بدل اخیستو غوښتنې کیدې خو د اسرائیل د تعلیم وزیر نفتالي بېنټ وویل د انتقام غوره لار د یهودیانو نورې ابادۍ جوړول دي.

اسرائیل د یهودیانو ټولې ابادۍ په رسمي توگه نه مني. په زیاتره غیر قانوني ابادیو کې سخت دریځه یهودیان اوسیږي چې د فلسطین مغربي غاړه د اسرائیل برخه گڼي.

د نړي والو قوانینو دلاندې د اسرائیل اباد کاري غیرقانوني ده او د امن په لار کې خنډ گڼلی کیږي. فلسطینیان دغه سيمې د خپل اینده ریاست برخه گڼي.

د پیس ناو په نوم د ابادکارۍ پرضد ډله وايي اسرائیل حوات گیلات ته قانوني حېیت ورکولو په خبره د ریزل شیوه د مرگ نه گټه اخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG