لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: اسرایل د دنیا په هغو شپږو ملکونو کې شامل دی چې د ټولو نه زیات خبریالان یې ګرفتار کړي


د تېر کال د نومبر د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې فلسطیني خبریالان د وېسټ بېنک په رام الله ښار کې د احتجاج په توګه د ملګرو ملتونو د دفتر په لوري لاریون کوي
د تېر کال د نومبر د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې فلسطیني خبریالان د وېسټ بېنک په رام الله ښار کې د احتجاج په توګه د ملګرو ملتونو د دفتر په لوري لاریون کوي

د خبریالانو د تحقۍ دپاره کارکونکوي نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس، سي پي جی، د زیارت، چهارشنبې، په ورځ شایع شوي رپورټ کې ویلي د حماس خلاف د اسرایل جنګ د شروع کېدو نه پس په وېسټ بېنک کې د فلسطیني خبریالانو په ګرفتاریو کې هم اضافه شوې او په 2023 کې اسرایل د دنیا په هغه شپږ ملکونو کې شامل وو چې د ټولو نه زیات صحافیان یې نیولي وو.

د سي پي جی د رپورټ ترمخه اسرایل 17 خبریالان قېد کړي وو او ټول په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې نه وروسته نیول شوي وو.

خپل کلیز رپورټ کې سي پي جی د ډسمبر د ړومبۍ نېټې نه د کار په لړ کې نیول شویو صحافیانو حال بیان کړی او وايي په مجموعي توګه په نړیواله کچه 320 خبریالان په زندانونو کې دي چې په کې د وي او ای او د دې سره تړلو ادارو رېډیو فري اېشیا، رېډیو فري یورپ او د رېډیو لېبرټي سره کارکوونکي صحافیان هم شامل دي.

په 2023 کې د خبریالانو د نیولو په لړ کې چین د ټولو نه مخکې ملک و، یعنې د ټولو نه زیات صحافیان یې نیولي وو ورپسې میانمار، بېلاروس، روس او وېټ نام و. اسرایل او ایران دوړه په شپږمه شمېره وو او په دواړو ملکونو کې 17 17 خبریالان زندانونو ته اچول شوي وو.

د خبریالانو د ګرفتاریو په اړه د سي پي جې مشرې جوډي ګېنزبرګ وویل دا پېغام واضحه دی چې خبریالان په اقتدار کې د خلکو احتساب کوي او د صاحب اقتدار خلک دا د ځان دپاره خطر ګڼي.

سي پي‌ جی وویل د اکتوبر د اوومې نېټې نه پس اسرایل په مجموعي توګه 25 خبریالان ګرفتار کړي دي او د شورو، چهارشنبې، د ورځ‌ پورې د نیولو صحافیانو څخه 19 په زندان کې دي.

د اسرایل او حماس جنګ هسې هم د خبریالانو دپاره خونړی ثابت شوی چې په کې لږ تر لږه 83 خبریالان وژل شوي دي، د وژل شویو خبریالانو څخه 76 فلسطینیان، څلور اسرایلیان او درې د لبنان صحافیان دي.

د اسرایل خارجه وزارت په دې اړه دریځ شریکولو دپاره د وي او ای ایمېل ته جواب نه دی وېلی خو وړاندې یې دا خبره رد کړې چې خبریالان په نخښه کوي.

د چین حکومت خبریالان اکثر د قومي سلامتیا په الزاماتو نېسي.

سږ کال په چین کې 44 خبریالان په زندانونو کې دي چې په نړیواله کچه د نورو ملکونو نه د صحافیانو د ګرفتارۍ د ټولو نه زیاته شمېره ده.

په چین کې د نیول شویو خبریالانو څخه 19 خبریالان ویغور دي چې د چین د مسلمانانو په اکثریتي صوبه سېنکیانګ کې په مطبوعاتو د قدغنونو او د انساني حقونو د خلاف ورزۍ څرګندونه کوي.
ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې د ویغورو د زورولو د چین اقدام د انسانیت خلاف جرمونه ګڼل کېدی شي او د

امریکې په شمول یو شمېر حکومتونه وايي د ویغورو په اړه د چین ګامونه نسل وژنه ده. چین دا خبرې ردوي.
د وي او ای د ایمېل په جواب کې په واشنګټن کې د چین سفارتخانې دا رپورټونه رد کړل چې چین د مطبوعاتو د ازادۍ احترام نه کوي.

د سفارت ترجمان (نې) وویل د چین حکومت د قانون مطابق د پرېس د ازادۍ تحفظ کوي او د ولس رای سرپرستۍ دپاره مطبوعاتو او شهریانو ته د مکمل کردار ادا کولو موقع ورکوی.

ترجمان (نې) په امریکا کې ځینې خلک چین "بدناموي" او حمله پې کوي چې "د غلطو معلوماتو خورول دي."
سي پي جی وویل زیاتره خبریالان په خپلو ملکونو کې دننه ګرفتار شوي دي خو په مجموعي توګه په نړۍ کې ګرفتار د 320 صحافیانو څخه 17 د خپلو ملکونو نه بهر په خارجي هېوادونو کې ګرفتار دي.

روس د هر ملک نه زیات غېر ملکي خبریالانو نیولي دي.

سي پي جی وايي په روس کې دا مهال قېد د ټولو 22 صحافیانو څخه 12 غېر ملکي شهریان دي، چې په 10 اوکراینیان او دوه امریکایان دي.

د سي پي جی مشرې ګېنزبرګ وویل روس نه یوازې د ملک دننه بلکې د ملک نه بهر هم بانیه قابو کول غواړي.
په واشنګټن کې د روس سفارتخانې د تبصرې دپاره د وي او ای خواست ته جواب و نه وېلو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG