د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په غېر متوقعو اعلان کې د هېواد د دفاع وزیر یواو ګېلانټ د دندې څخه لرې کړو.
په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل جنګ د شروع کېدو راهسې نېټن یاهو او ګېلانټ اختلافات لرل خو اسرایلي وزیراعظم تر اوسه ګېلانټ د برطرف کولو نه ډډه کړې وه.
تېر کال د مارچ په میاشت کې نېټن یاهو کوښښ کړی و چې ګېلانټ لرې کړي خو د دې ضد په لارو کوڅو کې احتجاجونه راوپارېدل.
نېټن یاهو د ګېلانټ د لرې کولو اعلان د نهې، سه شنبې، په شپه ناوخته وکړو.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، نېټن یاهو وویل په ګېلانټ يې اعتماد کم شوی و.
د برطرفۍ وروسته، ګېلانټ په اېکس، پخواني ټوېټر، یو پېغام کې وویل د اسرایل امنیت به يې د ژوند مېشن یا مرام وي.
د ګېلانټ د برطرفۍ د اعلان نه مخکې د صحت فلسطيني چارواکو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په غزه کې د اسرایل په هوايي حملو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وېنا، د ګل، دوشنبې، په ورځ په یوه بمبارۍ کې د غزه په بېت لاهیا کې یو کور ولګېدو چې بې ځایه شویو فلسطینیانو په کې پناه اخېستې وه او لږ تر لږه ۲۰ کسان په کې ووژل شوو.
نورې حملې د غزه په زواېده او دیر البلاح کې وشوې.
اسرایلي پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ ځواکونو يې د غزه په مرکزي او جنوبي برخو کې وسله وال ووژل او د وسله والو بنیادي سهولتونه يې په هدف کړل.
بلخوا، په لبنان کې د اسرایل او د حزب الله په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېره د ګل، دوشنبې، په ورځ د ۳۰۰۰ نه زیاته شوه.
د لبنان د صحت وزارت وویل په جګړه کې د ۱۳۰۰۰ نه زیات کسان زخمیان شوي هم دي. اسرایل وايي په لبنان کې په وژل شویو کسانو کې په سلګونو د حزب الله وسله وال هم شامل دي. اسرایل د حزب الله مشر حسن نصرالله او د تنظیم ګڼ شمېر نور کمانډران هم وژلي دي.
په اسرایل کې د حزب الله د حملو دلاسه ۷۲ کسان وژل شوي دي چې ۳۰ اسرایلي عسکر هم په کې شامل دي.
د لبنان نېشنل نیوز اېجنسي د ګل، دوشنبې، په ورځ خبر ورکړو چې د هېواد نګران وزیراعظم نجیب ميقاتي جنګ د ختمولو دپاره په سمدستي ډول د نړیوال فشار غوښتنه وکړه. هغه دا غوښتنه هم وکړه چې ملکي خلک، د طبي امداد ټیمونه او د ملک ثقافتي اثار دې هم د حملو نه محفوظ وساتل شي.
په وېسټ بېنک او د غزه دپاره د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن نماینده رېک پيپرکورن د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته د وډیو دلارې وویل د اکتوبر په میاشت کې غزه ته امدادي شیان نه دې رسوول شوي.
په عین حال کې ملګري ملتونه په غزه کې ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین ورکولو دپاره د کېمپېن تیاری کوي. په غزه کې په خيچنو اوبو کې د پولیو مرض موندل شوی دی.
پيبرکورن وویل د مهم هدف د لسو کلونو نه د کم عمر شپږ لکه ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین ورکول دي.
په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال ونیول. د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت وايي جنګ دلاسه په سیمه کې د ۴۳۳۰۰ نه زیات فلسطينیان وژل شوي دي. اسرایل وايي په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
امریکې او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس او حزب الله، چې د ایران حمایت یافته ډلې دي، ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.
Forum