د اسرایل ځايي میډیا تر مخه د هیواد جنګي کابینې د ډزبندې اود ۱۳۰ یرغمل شوي اسرایلیانو د راخوشي کولو په سر خبرو اترو لپاره قطر ته د پلاوي لیږلو منظوري ورکړې ده.
د اسرایل دغه پلاوی د خالي/ شنبې په ورځ د فرانس پېرس ښار نه راستون شوی. دغه پلاوي د جمعې په ورځ په پېرس کې د قطر، مصر او امریکايي غړو سره لیدلي وو چا چې د نومبر په میاشت کې د حماس او اسرایل تر منځه ډزبندۍ او د اسرایلي یرغمالیانو او فلسطیني قیدیانو راخوشي کولو لپاره کار کړی وو.
د اسرایل امنیتي سلاحکار زاچي حنیبي ویلي جنګي کابینې د خالي/ شنبې په ورځ د اسرایلي پلاوي سره لیدلي او د هغوي نه تازه معلومات اخستي. د ای اېف پي خبري ادارې تر مخه نوموړي په یوه مرکه کې اېن ۱۲ نیوز ته ویلي ٫٫ یوې لوظنامې ته د رسیدو ځاې شته.٬٬
اسرایل غواړي چې د اکتوبر په ۷مه نېټه تښتول شوي ټول یرغمالیان خوشي کړل شي. خو امنیتي سلاحکار زیاته کړې: ٫٫ د دغه قسمه لوظنامې معنا به د جنګ ختمیدل نه وي.٬٬ نوموړي دا اشاره هم ورکړې چې اسرایل به د فلسطیني ریاست په اړه د امریکا او سعودي عربستان تر منځه کومه لوظنامه نه مني.
مطبوعاتي رپورټونو داسې خبرونه ورکړي چې هغه فلسطیني غړو چې دغه پلان یې لیدلی دوي رد کړی. د دغه منصوبې په برخې د هغه امریکايي پلان سره پرضد دي چې امریکا د دغه سیمې لپاره تیار کړی. په دغه پلان کې دوه ریاستي حل ښودل شوی چې پکې به یو ازاد فلسطیني ریاست هم وي.
هم تیره ورځ د اسرایل په سرښار تل ابیب کې په زرګونو خلکو بیا د یرغمالیانو په یاد کې یوه دستوره کړې. دغه دستوره د حکومت پرضد روانې مظاهرې نه په لږه فاصله کې شوې چرته چې پولیسو پینځه تنه نیولي هم دي.
حماس وسله والې ډلې وړاندې ویلي چې دوي به ۱۳۰ اسرایلي یرغمالیان هغه وخت خوشي کوي کله چې په فلسطیني جیلونو کې بندي په زرګونو فلسطینیان خوشي او په غزه کې روان عملیات ودرول شي. د غزه د تړانګې د صحت چارواکي وايي د اسرایل په روانو عملیاتو کې نژدې ۳۰۰۰۰ (دېرش زره) خلک وژل شوي.
د اسرایل پوځ تیره ورځ ویلي چې په جنګي میدان کې د دوي د پوځ یو مېجر د مرګ وروسته د غزه په جنګ کې د دوي د وژل شوو عسکرو شمېره ۲۳۹ ته رسېدلې. اسرایل دعوه کوي چې په روانه جګړه کې یې د حماس وسله والې ډلې ۱۲۰۰۰ (دولس زره) وسله وال وژلي. خو حماس وسله واله ډله وايي دغه شمېرې زیاتې ښودل شوي.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو تېره ورځ په یو بیان کې ویلي چې د هیواد جنګي کابینه به د خبرو اترو ٫٫ راتلونکی پړاو ٬٬ ټاکي او د غزه سویلي رفح ته یې د پوځ لیږلو خپل خبره بیا تکرار کړې. رفح ته د پوځ لیږلو فیصلې په نړیواله کچه اندېښنې راپورته کړي ځکه دغه سیمې ته په زرګونو فلسطینیان د اسرایلي بمبارۍ نه د ځان ساتلو لپاره ورغونډ شوي. واشنګټن هم په اسرایل غږ کړی چې په رفح د برید نه دې ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړی چې دغه عملیات به لویه کچه ولسي وګړو ته زیان ورسوي.
Forum