لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي ځواکونو غزې نه د دوو اسرایلي یرغمالیانو د باقیاتو موندلو دعوه کړې


د اسرایل پوځ د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې پوځیانو یې په جنوبي غزه کې د ځمکې لاندې یو سرنګ نه د دوؤ یرغمالیانو باقیات یا پاتې شوي غړي ترلاسه کړي دي.

اسرایلي پوځ وایي د کومو یرغمالیانو د وجودونو غړي چې موندل شوي دي هغې کې یو ۵۳ کلن یوسف الزیادني دی اؤ د بل تن په اړه پېژندګلو روانه ده چې ایا دا د هغه زوی حمزه دی؟

د یوسف الزیادني د وجود غړي په داسې حال کې موندل شوي چې چې اسرایل اؤ حماس د اوربند په یو تړون غور کوي چې په پایله کې به یې غزې کې موجود نور یرغمالیان راخوشي اؤ د جګړې مخه به ونیول شي.

باور کیږي چې وسله والې ډلې حماس شا وخوا ۱۰۰ یرغمالیان د ځان سره لرل چې د اسرایلي ایجنسیانو په اند هغوي کې په دریوؤ کې یوه برخه کسان وژل شوي خو اوس هغوي وایي چې کیدای شي په دوي کې نیمایي یرغمالیان وژل شوي وي.

د شورو په ورځ د شوي دې اعلان نه وړاندې د یوسف اؤ د هغه د زوی حمزه الزیادني په اړه ګومان کېده چې هغوي ژوندي اؤ اوس د یوسف د وژنې د خبر مخې ته د راتلو نه وروسته به په اسرایل د جنګ بندۍ د تړون مخ په وړاندې بوتللو لپاره فشار سیوا کیږي.

اسرایلي پوځ ویلي هغوي ته له سرنګ څخه داسې شواهد په لاس ورغلي چې هغې ته په کتلو د ۲۳ کلن حمزه الزیادني د ژوندي پاتې کېدو په اړه اندېښنې پېدا شوې دي اؤ ممکن چې هغه هم د حماس په بند کې وژل شوی وي.

یوسف الزیادني د خپلو دریوؤ بچو سره په اکتوبر کال ۲۰۲۳م کې هغه مهال یرغمال کړی شوی ؤ چې د حماس وسله والو په جنوبي اسرایل کې یوه ناساپي ستره حمله وکړه اؤ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل اؤ ۲۵۰ نور یې نیولي وؤ.

د حماس ددغه برید نه وروسته په غزې کې د خونړیو بریدون لړۍ پېل شوې وه چې تر اوسه دوام لري.

یوسف الزیادني د جنوبي اسرایل په کبیوتس هولت سیمه کې د څارویو په یو فارم کې له ۱۷ کالو راهسې کار کولو اؤ هغه ۱۹ اولادونه لرل.

د یرغمالیانو د راخلاصولو لپاره په هڅو بوخت یو فورم وایي چې یوسف الزیادني سره د هغه درې بچیان هم د حماس یرغمالیانو نیولي اؤ ځان سره یې غزې ته بوتلي وؤ.

په نومبر کال ۲۰۲۳م کې د لنډ وخت د یو عارضي اوربند په نتیجه کې حماس نزدې ۱۰۰ یرغمالیان خوشې کړې وؤ چې هغې کې د یوسف دوه واړه ماشومان بلال اؤ عایشه هم شامل وؤ خو وسله والو د هغه مشر ځوي ۲۳ کلن حمزه نه ؤ خوشې کړی.

د یوسف د کورنۍ تعلق د بدوي ټولنې سره ده چې د اسرایل د فلسطیني اقلیت یوه برخه ده. دا اسرایلي شهریت لرونکې یوه بې وزله اؤ وروسته پاتې ټولنه ده.

د اکتوبر ۲۰۲۳م په حمله کې حماس د بدوي ټولنې ۸ کسان هم تښتولي وؤ.

د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو پخپل یو بیان کې د یوسف الزیادني د وژنې په خبر افسوس ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي چې ددې ټولنې د پاتې څلورو یرغمالیانو د خلاصون اؤ بېرته راوستلو لپاره هلې ځلې روانې دي.

تر دې وړاندې د اسرایل د دفاع وزیر ویلي وؤ چې د یوسف اؤ حمزه د وجودونو پاتې شوني ترلاسه شوي خو پوځ ویلي وؤ چې د ځېنو پاتې شونو د پېژنې تصدیق لا تر اوسه پاتې دی.

غزې کې روانه د حماس اؤ اسرایل جګړه شپاړسمې میاشتې ته ننوتې ده اؤ د غزې د صحت وزارت شمیرې ښیي چې دې جګړه کې تر اوسه د ۴۵۸۰۰ نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره پکې ښځې اؤ ماشومان شامل دي خو اسرایل دعوه کوي چې په زرګونو وسله وال هم په وژل شوؤ کې شامل دي.

( ددې رپورټ ځېنې معلومات د ای پي سي څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG